افغان سوله او نامالوم برخلیک
۱۵ سرطان ۱۳۹۸ 215 0 نظر سرخط

افغان سوله او نامالوم برخلیک

افغان سوله او نامالوم برخلیک

زیارمل حميدي

خلیلزاد یو څرګند حقیقت له پامه غورځولی، ځکه خبرې بې‌پایلې پای ته رسېږي! په قطر کې له طالبانو سره د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د اووم پړاو ګونګې او خودسرې خبرې افغانستان يوې بلې انزوا او ناسم لورې ته کشولای شي، ځکه چې د افغان سولې لپاره د خلیلزاد پلان له ډېرو نیمګړتیاوو ډک دی. خلیلزاد د ترهګرو ډلو له ملاتړه د لاس اخیستلو د ژمنې په بدل کې طالبانو ته مشروعیت ور کوي. خلیلزاد د دغه کار په بدل کې د افغانستان د منتخب حکومت مشروعیت کم‌رنګه کوي او د ژمنو ماتولو او د طالبانو د ناکامو کړنلارو اوږد تاریخ له پامه غورځوي.

د افغان سولې لپاره د خلیلزاد د پلان تر ټولو لویه ستونزه دا ده چې یو څرګند حقیقت یې له پامه غورځولی. په افغانستان کې تر هغه وخته سوله نه‌شې را تلای چې پاکستان له ترهګرو د ملاتړ لاس نه وي اخیستی، ځکه چې پاکستان د همدغو ډلو په حمایه کولو سره افغان ثبات ګواښي. د خلیلزاد د تګلارې بله بنسټیزه ستونزه دا ده چې په افغانستان کې د سولې د پروګرام د بریا لپاره د پاکستان د مهارولو پلان نه لري.

پاکستان هيڅکله نه غواړي چې په سیمه کې د يو قوي او باثباته افغانستان په نوم يو داسې قوت را منځ ته شي چې بیا د پاکستان لپاره سرخوږی جوړ شي، ځکه پاکستاني چارواکي باور لري چې پیاوړی او باثباته افغانستان کولای شي چې په پاکستان کې پښتون اقلیت له افغانستان سره د پیوستون لپاره وهڅوي. په افغانستان کې د ثبات را وستل، د ترهګرو د پټنځایونو له منځه وړل او له دوی سره د پاکستان  نه همکاري هغه مهال شونې ده چې پر پاکستان فشار ډېر شي.

 د شوروي له یرغل وروسته پاکستان د ملتپاله افغان ډلو پر ځای اووه مذهبي بنسټپالو ته امریکايي مرستې ور سمې کړې. امریکا بله لار نه درلوده، ځکه افغان جنګیالیو ته د مرستو لېږد یوازې د پاکستان له لارې ممکن و، ځکه هغه مهال ایران د مذهبي خوځښتونو څپو اخیستی و او د منځنۍ اسیا هېوادونه د شوروي تر اغېز لاندې وو.

پاکستان لومړی د ګلبدین حکمتیار ملا وتړله، هغه يو اسلام‌پاله پښتون و چې د افغانستان په ویجاړي او بربادي کې يې د پاکستان په بدرګه مهم رول لوبولی دی. سره له دې چې د بوش ادارې حامد کرزی واک ته په دې هیله ورسا و چې د افغانستان ګڼې پرګنۍ، اقلیتونه، قومونه او ګڼ‌شمېر داخلي وسله‌وال ګروپونه به سره یو ځای کړي، خو پاکستان له پيل راهیسې په افغانستان کې د امنیت او ثبات د ګواښلو په موخه له طالبانو ملاتړ پیل کړی و.

د پاکستاني چارواکيو او ډیپلوماټانو د څرګندونو برعکس، د پاکستان استخباراتي ادارې د افغانستان او امریکا پر ضد له طالبانو او نورو اسلام‌پاله ډلو  خپل ملاتړ ته ادامه ورکړه. هغه څه چې اوس هم دوام لري او په سیمه کې يې وضعيت له ناورین سره مخ کړی. نه ډونالډ ټرمپ او نه امریکایان غواړي چې ځواکونه یې په افغانستان کې تر اخيره پاتې شي، ځکه پر دې چاره هر کال دېرش میلیارډه ډالره لګښت راځي، خو دا  د دې مانا نه لري چې له طالبانو سره خبرې اترې یو بد کار او همدې ډلې ته تسلیمېدل ښه کار دی.

 امریکا په افغانستان کې د دې لپاره حضور لري چې له همدې ځایه القاعده او نورې وسلهوالې ډلې پر امریکا برید و نه کړي. له دې امله داسې ډلې ته د افغانستان ور سپارل چې  له القاعدې سره همکارې لري، پر ټولو هغو قربانیو اوبه اړول دي چې په تېرو څو کلونو کې شوې ده.

که امریکا په رښتیا غواړي چې د افغان سولې پروسه  ښه بشپړه شي؛ نو باید پر پاکستان پوره فشار را وړل شي او له هغو ټولو لارو چارو کار واخلي چې  پاکستان د  طالبانو له ملاتړه لاس واخلي او په دې اړه تضمین هم ورکړي.

امریکا پر پاکستان د فشار لپاره ډېرې لارې لري، خو تر اوسه یې ترې بشپړه ګټه نه ده پورته کړې چې پاکستان د طالبانو له ملاتړه را وګرځوي .پاکستان تر اوسه هم د امریکا  په مرسته د نړیوال وجهي صندوق او نړیوال بانکه مالي مرسته او پورونه کوي چې  خپلې کورنۍ او بهرنۍ اقتصادې ستونزې پرې هوارې کړي. پاکستان تازه د پیسو له نړیوال وجهي صندوقه څه باندې شپږ میلیارډه ډالره پور کړی دی.

 په داسې حال کې چې پاکستان یوه اندازه بهرنۍ مرستې د ترهګرو په ملاتړ مصرفوي؛ نو په کار ده چې په راتلونکي کې باید امریکا د دا ډول ټولو مرستو د دوام مخالفت وکړي یا لږ تر لږه دغه مرستې د طالبانو له ملاتړه په لاس اخیستلو پورې منحصرې شي.

دا ښایي مناسبه نه وي چې د پاکستان ټول سیسټم د دا ډول اقداماتو هدف وګرځول شي. په حقیقت کې یو څو ځانګړې پوځي او استخباراتي کړۍ له طالبانو او نورو ترهګرو ډلو ملاتړ کوي چې امریکا ته مالوم هم دي. دا مشخص کسان او چارواکي باید د ایران د قدس ځواک‌ مشر قاسم سلیماني په څېر په نښه کړل شي.د ټرمپ اداره کولای شي چې شخصاً پاکستان له ترهګرې په ملاتړ، په تور لیسټ کې شامل کړي، ځکه پاکستان د دې مستحق دی چې په تور لیسټ کې واچول شي.

 سپینه ماڼۍ باید پاکستان ته څرګنده کړي چې طالبانو ته د پټن‌ځایونو برابرول څومره زیان لري. امریکا باید پاکستان ته وښیي چې په سوېلي اسیا او افغانستان کې د ترهګرې ضد جګړې په ډګر کې په پاکستان کې طالب اډې له هدف ګرځولو معافیت نه لري. په دې سره به ښکاره د ترهګرې په ملاتړ د حامي په حيث اعلان ټول پاکستان ولړزوي. ښایي پاکستان یو اټومي هېواد وي، مګر هندوستان د همدې ډول ګام اخیستو په مټ پاکستان ته ثابته کړه چې له ترهګرې د ملاتړ عواقب څه کېدای شي؟

دا هم یو حقیقت دی چې هر څه د زور له لارې نه تر لاسه کېږي. د افغانستان ثبات تر ډېره په اقتصادي پرمختګ پورې هم تړلی دی، خو له  هند سره اقتصادي اړیکې د پاکستان زیان اړوونکي رول د افغانستان هڅې بې‌اغېزې کړې او د دې لامل شوې چې کابل له تهران سره نږدې شي. د اقتصادي همکاریو په برخه کې تر ټولو غوره لار ښایي دا وي چې هند ته د سوداګریز لاسرسي په بدل کې باید منځنۍ اسیا ته د پاکستان لاسرسی د یوه هوکړه‌لیک له لارې تضمین شي.

 سویلي اسیا د اقتصادي پیوستون په برخه کې تر ټولو وروسته پاتې سیمه ده، د سولې  لپاره د دې سیمې اوسنی وضعیت باید تغیر وکړي. په افغانستان کې تر ډېره وخته پاتې کېدل په نظامي او اقتصادي لحاظ سمه پرېکړه نه ده. ډیپلوماسي کولای شي رول ولوبوي، ډیپلوماټیک ګامونه باید تګلاره جوړوونکي د حقیقت په اړه ړانده نه کړي. پاکستان د امریکا ایتلافي ملګری نه دی او باید د ملګري په سترګه ورته و نه کتل شي. که پاکستان د افغانستان په اړه ناسمه پالیسې نه درلودای، اوس به افغانستان یو باثباته هېواد و.

 د ثبات او افغانستان ته د ترهګرو ډلو د را ګرځېدو د مخنیوي لپاره باید له پاکستانه د ټروریسټي ډلو د نه ملاتړ هوکړه‌لیک واخیستل شي. له دوو لسیزو وروسته د دې مانا دا ده چې له پاکستانه د دوستانه غوښتنې پر ځای باید دغه هېواد تر کلک فشار لاندې ونیول شي. دا اقدام خطر هم لري. ښایي متحده ایالتونه اندېښمن وي چې دا ګام به یې پاکستان د چین لور ته نږدې کړي، مګر حقیقت دا دی چې پاکستان پرته له دې هم چین ته خورا نږدې شوی دی.

له دې امله، متحده ایالت باید د فشار پر لارو چارو غور وکړي. د فشار لارې چارې کولای شي پاکستان سمې لارې ته سیخ کړي. د فشار پر لارو چارو له غور پرته، د خلیلزاد پلان یوازې د تسلیمېدو او امریکایي خاورې ته د نورو ترهګرو خطراتو د زیاتېدو مانا لري؛ نو په کار ده چې په پاکستان په سیمه‌يزه او نړيواله کچه بندیزونه او فشارونه زیات شي، ترڅو د ترهکرو له ملاتړه لاس واخلي.

 

پارلماني مصوونیت

Oct 16, 2019 29

دين پال شاه واجب الاحترام، غير مسوول کس دی؛ د شاهي نظام په وخت کې همدا ذهنيت خلکو ته ور کول کېده.

د هېواد په ثبات کې د رسنيو رول

Oct 15, 2019 29

ډاکټر عطاالله زیارمل کېدای متوجه شوي به یاست چې زموږ افغاني رسنۍ تل په دې هڅه کې وي چې د ولس مشکلات واوري او د نورو خلکو غږ هم حکومت ته ورسوي، هغه په دې نیت چې ګویا خپله غاړه یې [...]

هغه جګړه چې هر څه یې له موږ واخيستل

Oct 14, 2019 29

ضمیر ساپی څو شپې وړاندې مې د دې خونړۍ جګړې یو قرباني چې نږدې یو درجن اولادونه یې ځوانې مېرمنې ته پاتې دي، په خوب ليده چې په ډېرې خوشالې د خپل انګړ پر دروازه قدم کېږدي دننه لاړ. [...]

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې