په ورځپاڼه میین سړی
۱۵ سرطان ۱۳۹۸ 216 0 نظر سرخط

په ورځپاڼه میین سړی

په ورځپاڼه میین سړی

زموږ په هېواد کې د ورځپاڼې لوستل دومره عام شوي نه ‌دي، خو په ایټالیا کې یو کس د ورځپاڼو داسې مینه‌وال دی چې د همدې مینې له کبله یې د نړۍ په عجایبو کتاب کې یې نوم هم ثبت شو.

په ایټالیا کې د سرجینو بوډیني په نوم یو کس په تېرو لسو کلونو کې د نړۍ له ۱۱۵ هېوادونو ۱۴۴۴ ډوله بېلابېلې ورځپاڼې را ټولې کړې او په همدې سره په ګينېز کتاب کې د ورځپاڼو د لوی ذخېره کوونکي په حیث خپل نوم ثبت کړ.

سرجینو رسنیو ته ویلي، له لس کلنۍ یې د نړۍ بېلابېلو ورځپاڼو په را ټولولو پیل وکړ او په وینا یې په پلاسټیکي بکسونو کې به یې ورځپاڼې له ځان سره ساتلې چې هوا یې خرابې نه ‌کړي.

هغه زیاتوي، کله چې په ښوونځي کې و، د ورځپاڼو اړوند کورنۍ دنده ورته سپارل شوې وه او همدا عمده دلیل و چې له ورځپاڼو او رسنیو سره یې مینه پیدا شوه، خو په خبره یې په پیل کې غوښتل رسنوال ترې جوړ شي، خو په تدریج یې خپل مسلک بدل کړ او کېمیا‌پوه ترې جوړ شو.

د کريتي او ورون دهون جنجال

Oct 14, 2019 29

د هندي سېنما د وتلیو ستوریو تر منځ ډېر وخت جنجالونه راپورته کېږي، خو د دوی تر منځ عادي خبرې هم د ډېرو خلکو په خولو کې وي.

خدای مو له دې ماهي ساته

Oct 14, 2019 29

د امریکا په جورجیا ایالت کې د چاپېریال ساتنې ادارې اعلان کړی دی چې په هلته په ځنګل کې کب ته ورته مار پیدا شوی چې په وچه کې ګرځي او ډېر زیاته خطرناک بلل شوی دی.

د سونم کپور مشوره

Oct 13, 2019 29

د بالیووډ سېنما مشهوره فلمي ستورې سونم کپور چې په دې وروستیو کې په فلمونو کې ډېره زیاته بوخته ده وايي، هنرمندان باید یوازې په فلمونو کې خپل ژوند تېر نه ‌کړي. هغې له رسنیو سره [...]

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې