کرېکټ نړیوال جام؛ څوک ډېرې منډې او ویکټې لري؟

کرېکټ نړیوال جام؛ څوک ډېرې منډې او ویکټې لري؟
۱۵ سرطان ۱۳۹۸ 85 0 نظر سرخط

کرېکټ نړیوال جام؛ څوک ډېرې منډې او ویکټې لري؟

د ۲۰۱۹م کال د کرېکټ نړیوال جام پای‌لوبې ته لا هم څو ورځې پاتې دي، خو په‌دې لړ کې د توپ‌وهنې په برخه کې ځینې لوبغاړي له نورو ډېر ځلېدلي چې په سر کې یې د هندوستان روهیت شرما دی.

د هندوستان کرېکټ ملي لوبډلې پیاوړی توپ‌وهونکي روهېت شرما په روان ۲۰۱۹م کرېکټ نړیوال جام کې اووه لوبې کړي او ټول‌ټال ۵۴۴ منډې لري چې د نوم‌لړ په سر کې ځای لري.

شرما په یادو لوبو کې څلور سلیزې او یوه پنځوسیزه پوره کړې او د دې تر څنګ یې په دې مهال کې ۵۳ څلوریزې او ۱۲ شپږیزې هم وهلې دي. هغه په یوه لوبه کې په یو وار په ۹۶٫۹ سټرایک رېټ او ۹۰٫۶ اوسط سره ۱۴۰ منډې هم کړې دي.

په‌دې نوملړ کې دویم ځای د بنګله‌دېش پیاوړی لوبغاړی شکېب‌الحسن لري. حسن په اوو لوبو کې ټول‌ټال ۵۴۲ منډې لري او د اسټرالیا ډېوېډ وارنر بیا د ۵۱۶ منډو په لرلو سره درېیم ځای خپل کړی دی.

د دې ترڅنګ، د توپ‌اچونې په برخه کې د اسټرالیا تېز توپ‌اچوونکی میچل سټارک د ۲۴ ویکټو په اخیستو سره لومړی، د نیوزیلنډ لوکي فیرګوسن د ۱۷ ویکټو په اخیستو سره دویم او د انګلستان تېز توپ‌اچوونکی ارچر هم ۱۷ ویکټې اخیستي او درېیم ځای يې خپل کړی دی.

چلېنج کپ؛ د بلخ او ميدان وردګ لوبډلې بريالۍ شوې

Jul 17, 2019 29

د چلېنج کپ ولايتي سياليو په دويم پړاو کې بلخ له پنجشېر او مېدان وردګ له بغلان سره لوبې وکړې چې لومړيو دواړو لوبډلو په‌کې برياوې خپلې کړې.

چلېنج کپ؛ بلخ لغمان ته په ٦٣ منډو ماتې ورکړه

Jul 16, 2019 29

د چلېنج کپ يو ورځنيو ولايتي سياليو د دويم پړاو لوبې په کندوز ولايت کې د بلخ او لغمان لوبډلو تر منځ له لوبې نه پيل شوې.

د کرېکټ نړیوال جام؛ پای‌لوبه د انګلستان او نیوزیلنډ ترمنځ ده

Jul 14, 2019 29

ټاکل شوې د انګلستان او نیوزیلنډ کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د یک‌شنبې په ورځ د ۲۰۱۹ میلادي کال نړیوال جام پای‌لوبه وشي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې