له کماله ډک روبوټ

له کماله ډک روبوټ
۱۲ سرطان ۱۳۹۸ 92 0 نظر سرخط

له کماله ډک روبوټ

تاسې به له سرخطه د روبوټونو د الوتنې، ښوونې، روزنې، ډاکټري، کورني کار او نورو بېلابېلو کارونو د سرته رسولو په اړه ډېر اورېدلې وي، خو نن درته داسې روبوټ در پېژنو چې په وزن ډېر کم، خو له کمالونو ډک دی.

د امریکا هارورډ پوهنتون د مایکرو روبوټکس ازموینې څانګې انجینیرانو داسې روبوټ جوړ کړی چې وزن یې یوازې ۲۵۹ ملي ګرامه دی او له کوم ډول تار پرته اتومات الوتنه کوي.

د نړۍ تر ټولو کوچنی روبوټ د یوې مچۍ په اندازه جوړ شوی او له دومره کوچنیوالي سربېره بیا هم له لمره د الوتنې توانايي اخلي.

د «روبو بي ‌اېک وېنګ» په نوم دا روبوټ په یوه ثانیه کې ۱۷۰ ځله خپل څلور وزرونه روپوي او پنډوالی یې یوازې ۳٫۵ سانټي مټره او لویوالی یې ۶٫۵ سانټي مټره دی.

د دې روبوټ له پاسه شپږ عدده د لمریزې بټرۍ لګول شوې چې د هرې یوې وزن یې یوازې ۱۰ ملي ګرامه دی او له دې روبوټ سره د الوتنې پر مهال مرسته کوي.

ساینس پوهان وايي، د دې روبوټ په جوړولو سره دوی کولای شي، د څار اسانه لارې چارې پیدا کړي، ځکه له یوې خوا دا روبوټ ډېر کوچنی او له بلې خوا ډېر ځیرک دی چې د کمرې په نصب سره به د څار لپاره ترې ګټه واخيستل شي.

له دې وروسته به د لوږې خطر کم شي

Jul 17, 2019 29

د خوړو نړیوال سازمانونه د هر کال په تېرېدو سره د پروټین د کمېدو په اړه اندېښنې څرګندوي، خو په فنلينډ کې یوې کمپنۍ د هغوی ستونزو ته د پای ټکی ایښودو هڅې پیل کړې دي.

اپلیکېشونونه غلاوې هم کوي

Jul 16, 2019 29

د انټرنيټ په نړې کې شخصي ډېټا ته د هکرانو لاسرسی اوس په سخته سرخوږي بدل شوی، ځکه اوس په نړۍ کې له همدې لارې د جاسوسي ډېر کارونه کېږي.

په موناکو کې 5G انټرنيټ

Jul 15, 2019 29

که مو په یاد وي یو ځل مو د 5G یا پنځم نسل انټرنيټ د ګټو او زیانونو په اړه درسره څو مطالب شریک کړي وو او په دې اړه په نړۍ کې ځینو هېوادونو ځینې اندېښنې هم لرلې.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې