په کندهار کې چاودنې شپږ ملکيان شهیدان کړي

په کندهار کې چاودنې شپږ ملکيان شهیدان کړي
۲۲ جوزا ۱۳۹۸ 144 0 نظر سرخط

په کندهار ولایت کې د یوې چاودنې پر مهال شپږ ملکيان چې څلور یې ماشومان دي، شهیدان شوي دي.

د کندهار د امنیه قوماندان سکرټر قسیم وايي، یاده چاودنه د سه‌شنبې پر سهار څه باندې لس بجې د دغه ولایت په ډنډ ولسوالي کې شوې ده.

نوموړی زیاتوي، چاودنه هغه مهال وشوه چې د ملکي وګړیو یو موټر پر یوه خښ کړي ماین برابر شو او ټوله سپرلي یې له منځه لاړه.

د دې پېښې مسوولیت چا نه‌دی منلی، خو امنیتي مسوولان ادعا کوي چې ډېری وخت دا ډول پېښې د وسله‌والو مخالفانو د خښ شویو مایونونو له کبله رامنځ‌ته کېږي.

 

په کندز کې د تصفیوي عملیاتو پر مهال ۳۶ طالبان وژل شوي

Sep 01, 2019 29

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د کندز ښار په بشپړ ډول د دولت له وسله والو مخالفانو تصفیه شوی دی.

د طالبانو ټپي قومندان په پاکستان کې ساه ورکړه

Sep 01, 2019 29

د غزني چارواکو تائید کړه چې د قره باغ په ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو قاضي عبدالحی مدثر د سختو ټپونو له امله ساه ورکړې ده.

په افغانستان کې د امریکا د ځانګړو ځواکونو یو غړی وژل شوی

Aug 31, 2019 29

په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ ماموریت په بیان کې چې پرون جمعه د اګست په دېرشمه خپور شوی، ویل شوي چې یو عسکر د پنجشنبې په ورځ د عملیاتو په وخت کې وژل شوی دی.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې