توحیدي: د برښنا له درکه ۲۰۰ میلیونه افغانۍ راټولې شوي

توحیدي: د برښنا له درکه ۲۰۰ میلیونه افغانۍ راټولې شوي
۲۲ جوزا ۱۳۹۸ 55 0 نظر سرخط

د افغانستان برښنا شرکت ویاند وحیدالله توحیدي وايي، څه باندې ۲۰۰ میلیونه افغانۍ یې د برښنا له درکه را ټولې کړې دي.

د نوموړي په وینا، د برښنا له پوروړیو د پیسو را ټولول دوام لري او تر راتلونکې یوې اوونۍ به هغه کسان چې برښنا یې غلا کړې او د برښنا د پورونو له ورکړې سرغړونه کوي، د عدلي او قضايي تعقیب لپاره لویې څارنوالي ته ور وپېژني.

توحیدي وايي، هغه کسان چې دا ډول سرغړونې او سرقت پرې ثابت شي، هغوی به د نغدي جریمې ترڅنګ، د شپږو میاشتو لپاره زندان هم تېروي.

تر دې وړاندې د افغانستان برښنا شرکت د برښنا له درکه د یوشمېر پوروړیو نوم‌لړ خپور کړی و چې تر ډېره د اوسنیو او پخوانیو چارواکیو او د ولایتي شوراګانو او ولسي جرګې د وکیلانو نومونه په‌کې وو.

 

 

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې