اسدالله خالد په لوېدیځه حوزه کې د عملیاتو خبرداری ورکړ

اسدالله خالد په لوېدیځه حوزه کې د عملیاتو خبرداری ورکړ
۲۲ جوزا ۱۳۹۸ 155 0 نظر سرخط

د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد په لوېدیځه حوزه کې د طالبانو د ځپلو او له هغوی نه د سیمو بېرته نیولو په موخه د پوځي عملیاتو خبرداری ورکړ.

نوموړي چې د کورنیو چارو وزارت له امنیتي مرستیال، په افغانستان کې د ناټو ځواکونو قوماندان او یوشمېر نورو امنیتي چارواکیو سره د هرات امنیتي وضعیت د ارزونې په موخه دغه ولایت ته تللی ویلي، د طالبانو پر وړاندې به په هرات، فراه، بادغېس او غور ولایتونو کې یرغلیز بریدونه زیات کړي.

همدا راز د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال خوشحال سادات ویلي، د طالبانو زندانونه، مشران او ملاتړي به یې له منځه یوسي.

لوړپوړي امنیتي چارواکي داسې مهال د هېواد لویدیځې حوزې ته سفر کوي چې په‌دې وروستیو کې په دغه حوزه کې د ناامنیو په اړه ډېر راپورونه ورکول کېږي.

په درې ولایتونو کې ۲۵ طالبان وژل شوي

Jun 24, 2019 29

د ملي دفاع وزارت ادعا کوي چې د یو لړ عملیاتو پر مهال یې په فاریاب، کندهار او خوست ولایتونو کې ۲۵ وسله‌وال طالبان وژلي دي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې