په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی ننګرهار ته تللی

په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی ننګرهار ته تللی
۲۲ جوزا ۱۳۹۸ 67 0 نظر سرخط

په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي ننګرهار ولایت ته د سفر پر مهال د فساد او ترهګرۍ پروړاندې د مبارزې او سولې په برخه کې د پیل شویو هڅو ملاتړ کړی دی.

نېکولاس کې د ننګرهار له والي شاه‌محمود میاخیل سره د لیدنې پر مهال پر طالبانو غږ کړی چې د سولې په برخه کې د ننګرهاریانو غوښتنو ته مثبت ځواب ووايي او په دغه ولایت کې د ارام او ثبات لرونکي ژوند کولو په موخه د سولې لار غوره کړي.

د ننګرهار ولایت د رسنیو مرکز هم د نېکولاس کې له قوله ویلي چې ناټو د افغان سولې تاریخي هلو ځلو ځکه ملاتړ کوي چې د دغه هېواد لوړپوړي مشران، ولسي خلک، مېرمنې، مدني فعالان او نور خلک د سولې غوښتونکي دي .

د ننګرهار والي شاه‌محمود میاخیل زیاته کړې چې په ملکي برخه کې د ناټو ستر سفارت د ننګرهار د وضعیت ارزونه کړې او د افغان سولې، ولسمشريزو ټاکنو او افغان ځواکونو د ملاتړ په برخه کې یې ډاډ ورکړی دی.

د ننګرهار والي ټینګار کړی چې د اقتصادي پرمختګ او ځینو ناخوالو د پای ته رسېدو په موخه دې وسله‌وال طالبان بین الافغاني سولې ته کېني او نور دې تپل شوې جګړې ته د پای ټکی کېږدي.

 

عبدالله د شهیدانو له وارثانو سره د همکارۍ غوښتنه وکړه

Jun 24, 2019 29

اجراییه رییس عبدالله عبدالله وايي، اړوندې ادارې باید د معلولیت لرونکیو وګړیو او د شهیدانو له وارثانو سره د همکارۍ لپاره عملي ګامونه واخلي.

د مینې منګل کورنۍ د ګواښونو له کبله بې‌ځایه شوې

Jun 24, 2019 29

د مینی منگل کورنۍ ادعا کوي چې د لور تر وژل کېدو وروسته ورته د ناپېژانده کسانو له لوري هره ورځ ګواښونه ورته کېږي او له همدې کبله د خپل کور پرېښودو ته اړ شوي دي.

د ولسي جرګې رییس د ټاکلو لپاره له سره ټاکنې کېږي

Jun 24, 2019 29

په ولسي جرګه کې د ریاست څوکۍ پر سر د رايو له مخې هغه جنجالي رایه باطله اعلان شوه چې له پیله پرې د استازیو تر منځ جنجال راپورته شوی و.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې