تېښته که معامله؟ صلاح الدين ایوبي د ملي امنيت له زندانه کور ته تللی

تېښته که معامله؟  صلاح الدين ایوبي د ملي امنيت له زندانه کور ته تللی
۲۲ جوزا ۱۳۹۸ 477 0 نظر سرخط

په فاریاب کې یوې باوري سرچینې چې نه غواړي نوم یې یاد شي، سرخط ته وویل چې د دغه ولایت لپاره د طالبانو له لوري نومول شوی والي قاري صلاح‌ الدین ایوبي په کابل کې د ملي امنیت له بنده تښتېدلی نه، بلکې د یوې سیاسي معاملې له مخې خوشې شوی دی.

د سرچینې په وینا، صلاح ‌الدین ایوبي چې له تېرو شاوخوا ۴ کلونو راهیسې له ملي امنیت سره بندي و، ناشونې ده چې د ملي امنیت له بنده تښتېدلی وي، ځکه په وینا یې، دومره مهم مخالف چارواکی څنګه د ملي امنیت له بنده تښتېدلای شي.

صلاح ‌الدین ایوبي په اصل کې د فاریاب ولایت د المار ولسوالي اوسېدونکی دی او د فاریاب له اوسني والي نقیب ‌الله فایق سره هم د خپلوۍ تار لري.

هغه په ۱۳۹۴ کال کې غوښتل چې د بادغيس، هرات او کندهار له لارې کوټې ته لاړ شي، خو د ملي امنیت ځواکونو د هرات ـ شینډنډ پر لویه لار ونیوه او له هماغه مهال راهیسې ورسره بندي و چې څو ورځې وړاندې یې په اړه داسې خبرونه خپاره شول چې صلاح‌ الدین ایوبي د ملي امنیت له بنده تښتېدلی او د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو ته رسېدلی دی.

په فاریاب کې ځینو طالبانو هم هاغه مهال په کابل کې د ملي امنیت له بنده د هغه د تښتېدو خبر تایید کړی و.

په همدې حال کې د فاریاب ولایتي شورا هم د ملي امنیت له بنده د صلاح ‌الدین ایوبي خوشې کېدل د پوښتنې وړ بولي او وايي، که هغه فاریاب ته را وګرځېد، د دغه ولایت امنیتي وضعیت به خراب شي.

د فاریاب د ولایتي شورا رییس طاهر رحماني وايي، صلاح‌ الدین ایوبي له بنده تښتېدلی نه، بلکې د فاریاب پر سر د یوې سیاسي معاملې له مخې خوشې شوی دی.

د ده په وینا، د فاریاب لپاره د طالبانو له لوري نومول شوی والي چې اوس تازه د ملي امنیت له بنده تښتېدلی، د دغه ولایت په طالبانو کې ډېر نفوذ لري او ښايي فاریاب ته د هغه له راتګ سره سم، په دغه ولایت کې ناامني ډېره او ان د سقوط پر پوله ودرېږي.
قاري صلاح ‌الدین ایوبي داسې مهال د ملي امنیت له بنده تښتېدلی چې ولسمشر محمد اشرف غني د کوچني اختر په مناسبت، سولې ته د ښه نیت ښودو او د سولې لویې مشورتي جرګې په غوښتنه د شاوخوا ۹۰۰ طالبان بندیانو د خوشې کولو امر کړی چې له ډلې یې یو شمېر خوشې شوي هم دي.

بل ‌خوا یو شمېر مدني فعالان د حکومت له لوري د ګڼ‌شمېر طالب بندیانو پر خوشې کولو نیوکه کوي او وايي، که دغه بندیان له خوشې کېدو وروسته بیا د ترهګرو لیکو ته ورشي، ښايي حکومت او ان خلکو ته په لويه سرخوږي بدل شي.

مدني فعال عبدالله حسرت ټینګار کوي چې حکومت باید د طالب بندیانو په خوشې کولو کې له پوره دقته کار واخلي او په اړه یې داسې پرېکړه و نه ‌کړي چې وروسته پرې پښېمانه شي.

خو لوړپوړیو حکومتي چارواکیو تر دې مخکې ټینګار کړی و چې د ولسمشر له لوري خوشې کېدونکي بندیان، هغه کسان دي چې د دوی د ارزونو له مخې، د هېواد ملي امنیت ته سرخوږی نه جوړوي، د ډېرو عمرونه زیات دي، ځینې یې په نه جوړېدونکیو ناروغیو اخته دي او د یو شمېر نورو هم د بند موده کمه پاتې ده.

دا چې صلاح‌ الدین ایوبي څنګه او کله د ملي امنیت له بنده تښتېدلی، موږ هڅه وکړه چې په‌ دې اړه د فاریاب ولایت د مقام نظر هم واخلو، خو له هڅو سره سره و نه توانېدو.

دغه راز د ملي امنیت عمومي ریاست او ولسمشري ماڼۍ په نظر اخیستو هم و نه توانېدو.
قاري صلاح‌ الدین ایوبي د فاریاب ولایت د المار ولسوالي اوسېدونکی او د دغه ولایت لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال و چې شاوخوا څلور کاله وړاندې پاکستان ته د تګ پر مهال د هرات ـ شینډنډ پر لویه لار ونیول شو.

 

نوماندان د خير په غوڼدۍ ناست دي؛ کمپاین یې نه‌شته، خو ځانونه بریالي بولي

Sep 14, 2019 29

که څه هم ولسمشري ټاکنو ته په شمار ۱۲ ورځې پاتې دي، خو ډېرو نوماندانو یې لا هم لازمې ټاکنیزې سیالۍ نه‌ دې کړې

د سولې خبرې؛ امریکا ځان او افغانان دواړه غلطوي

Sep 08, 2019 29

له هغه وروسته چې د امریکا او طالبانو تر منځ د افغان سولې په تړاو مخامخ خبرې اترې پیل شوې، د امریکا متحده ایالاتو لوړپوړي چارواکي هڅه کوي چې له افغانستانه د خپلو ځواکونو ايستلو [...]

د سولې په نوم د معاملې بل ګوزار؛ د کابليانو ورک جسدونه به څوک پلټي؟

Sep 04, 2019 29

په متحده عربي اماراتو او قطر کې د امریکا او طالبانو تر منځ پر افغان سولې د مخامخ خبرو اترو له پیلېدو سره هم‌مهاله په هېواد کې جګړې زور اخیستی او هره ورځ لسګونه افغان کورنۍ د غم [...]

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې