یوټیوب به نور له چټياتو پاک وي

یوټیوب به نور له چټياتو پاک وي
۲۰ جوزا ۱۳۹۸ 176 0 نظر سرخط

یوټیوب به نور له چټياتو پاک وي

پرلیکه یا انلاین نړۍ د کرکې، درواغو، تعصب، توهین او تحقیر اړوند مواد شریکول اسانه خبره ده، خو کنټرول یې مسوولانو ته یوه ستره ننګونه ده چې هر وخت دوی په همدې اړه تر سختو نیوکو لاندې نیول کېږي.

 خو اوس د ویډیو شریکولو یو تر ټولو سترې ويب‌پاڼې یوټیوب پرېکړه کړې چې د کرکې پارونې، تعصب او سپکاوي اړوند مواد به له خپل سایټه لرې کړي او په دا ډول موادو به سخت بندیز ولګول شي.

له یوټیوب ادارې په خپرو شویو مالوماتو کې زیاته شوې، د کرکې او تعصب په اړه یې نوې پاليسې جوړه کړې چې سر له ننه به پلې کېږي او هيڅوک ترې مستثنا نه ‌دی.

په دې پالیسې کې د کم عمره، جنس، مذهب، نسل پرستۍ، تعصب او کرکې پارونې اړوندو موادو سخت بندیز لګېدلی او هر څوک چې ترې سرغړونه وکړي، سم دستي به یې یوټیوب چېنل بند شي.

یوټیوب وايي، دا پرېکړه یې له هغه وروسته وکړه چې په نیوزیلېنډ کې پر مسلمانانو سخت مرګونی برید په ژوندۍ بڼه خپور وشو او په همدې اړه د کرکې ډېرې ویډیوګانې هم خپرې شوې.

د مسنجر مينه‌وال دې خبر وي

Sep 14, 2019 29

مخکې له دې تاسې د فېسبوک مسنجر په دې ډول کارولی شو چې لومړی خپله په فېسبوک کې اکونټ ولرئ بیا مسنجر ته لاړ شئ، خو اوس فېسبوک په دې برخه کې نوره اسانتیا هم را منځ ‌ته کړه.

د ناسا يو بل انقلاب

Sep 08, 2019 29

د امریکا فضايي څېړنو ادارې یا ناسا یو بل انقلابي ټيليسکوپ یا لروین جوړی کړی او دومره حساس دی چې لکونه کیلومټره لرې موجود په ډېره اسانې تشخیصولای شي.

د غلو غوږونه دې کاڼه وي

Sep 08, 2019 29

د نړۍ په هيڅ برخه کې به داسې ځای پیدا نه‌شي چې هلته غلا نه ‌وي شوې او تاسې به د سمندري، غرونو او دښتو د غلو په اړه ډېرې کیسې اورېدیلې وي، خو اوس په تشیال یا خلا کې هم حضرت انسان [...]

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې