ګلبدین: راشد خان به په نورو لوبو کې وي

ګلبدین: راشد خان به په نورو لوبو کې وي
۲۰ جوزا ۱۳۹۸ 147 0 نظر سرخط

ګلبدین: راشد خان به په نورو لوبو کې وي

د کرېکټ ملي لوبډلې لوبډل‌مشر ګلبدین نایب وايي، راشد خان ارمان له ټپي کېدو وروسته اوس روغ دی او د افغانستان په راتلونکیو سیالیو کې ګډون کولای شي.

راشد خان د شنبې په ورځ د نړیوال جام په سیالۍ کې هغه مهال ټپی شو چې له نیوزیلنډ سره د لوبې په ۳۴م اوور کې د باونسر لوبغاړي لاکي فرګوسن په توپ پر سر ولګېد او ټپي شو.

ګلبدین نایب له لوبې وروسته وویل، راشد خان اوس ښه دی، خو هغه له نیوزیلنډ سره په توپ‌وهنه کې تر ژوبلېدو وروسته توپ‌اچونه و نه‌شوای کړای.

دا لومړی ځل و چې راشد خان د خپلې لوبډلې لپاره توپ‌اچونه و نه کړه، خو هغه به د افغانستان په بله سیالي کې چې د روانې جون میاشتې په ۱۵مه له سوېلي افریقا سره ده، ګډون وکړي.

نیوزیلنډ د افغانستان د ۱۷۴ منډو ټاکل شوی هدف په ۳۲ اوورو کې داسې مهال پوره کړ چې ۳ لوبغاړي یې سوځېدلي و.

کرېکټ؛ امو زون لوبډلې په ١٥ منډو بريا خپله کړه

Sep 15, 2019 29

د غازي امان الله خان جام يو ورځنيو سياليو په لړ کې د امو زون او مس عينک زون لوبډلو تر منځ د ننګرهار په غازي امان الله خان لوبغالي کې لوبه ترسره شوه چې امو زون په ١٥ منډو بريا خپله [...]

په ننګرهار کې د زونونو تر منځ د کرېکټ سیالۍ پیل شوې

Sep 11, 2019 29

د ۲۰۱۹ کال د غازي امان خان د زونونو تر منځ یو ورځنۍ لوبې د ننګرهار ولایت په غازي امان الله خان کرېکټ لوبغالي کې پیل شوې.

شل ‌اوريزه لوبډله د بنګله‌دېش پر لور وخوځېده

Sep 07, 2019 29

د بنګله‌دېش او زمبابوې لوبډلو سره د درې‌اړخيزه شل ‌اوريزو سياليو لپاره د افغانستان شل اوريزې لوبډلې لوبغاړي د بنګله‌دېش پر لوري وخوځېدل.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې