د نړۍ کوچنۍ بې‌پیلوټه الوتکه

د نړۍ کوچنۍ بې‌پیلوټه الوتکه
۱۹ جوزا ۱۳۹۸ 76 0 نظر سرخط

د نړۍ کوچنۍ بې‌پیلوټه الوتکه

له سرخطه به مو مخکې هم د شاتو مچۍ په اندازه د ډرون یا بې‌پیلوټه الوتکې په اړه اورېدلي وي، خو په هالېنډ کې د ټي‌یو ډېلفټ پوهنتون انجینیرانو داسې بې‌پیلوټه جوړه کړې چې د نړۍ تر ټولو کوچنۍ هغه بلل کېږي.

دا بې‌پیلوټه الوتکه بشپړه د ریموټ په وسېله کنټرولېږي چې وزن یې یوازې ۷۲ ګرامه دی، سور یې ۱۰ سانټي مټره دی چې په یوه ثانیه کې ده مټره مزل کوي او د یوه ځانګړې ریموټ په وسېله حرکت کوي.

د دې پوهنتون ګاییډو ډې کرون ادعا کوي، دا د نړۍ تر ټولو کوچنۍ بې‌پیلوټه ده چې د یوې سیالې لپاره جوړه شوې او په خبره یې په دې ډرون کې یوه کوچنۍ کمره او پروسېسر هم لګېدلی دی، څو له ریموټ کنټرول سره ونښلول شي او د سیمو په اړه ښه څارنه وکړي.

برقي الوتکه به مو نه وي لیدلې؟

Jun 24, 2019 29

تاسې به مخکې له سرخطه د برېښنايي موټر او برېښنايي روبوټ په اړه اورېدلي وي، خو نن درته داسې الوتکه درپېژنو چې د تېلو پر ځای د برق په مرسته الوتنه کوي.

د موبایل غلو لپاره بد زېری

Jun 23, 2019 29

که تاسې د موبایل د ورکېدو او غلا په اړه اندېښنه لرئ؛ نو پوه شئ چې دا اندېښنه په نړۍ کې عامه ده او په ميلیونو کسان له دې ستونزې سره لاس او ګرېوان دي، خو یوې کمپنۍ تازه د دې اندېښنو [...]

فېسبوکي پیسې جوړېږي

Jun 22, 2019 29

تاسې به د بېټګوین، ډېجېټل یا نورو انلاین پیسو په اړه اورېدلي وي، خو اوس فېسبوک هم پرېکړه کړې چې انلاین به کرپټو کرنسي خدمات وړاندې کوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې