د ټاکنو کمېسیون يې پر ځان نه ور برابروي

د ټاکنو کمېسیون يې پر ځان نه ور برابروي
۱۹ جوزا ۱۳۹۸ 89 0 نظر سرخط

د ټاکنو کمېسیون يې پر ځان نه ور برابروي

له هغه وروسته چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون تېر کال په تلې میاشت کې د هېواد په ۳۳ ولایتونو کې له درغلیو، کمزوري مدیریت، فساد او لانجو ډکې تر ټولو اوږدې ټاکنې وکړې، کمېسیون د حکومت په ګډون، د سیاسي ګوندونو، مدني ټولنو، د ولسي جرګې د ټاکنو نوماندانو او عامو خلکو نه یوازې له سختو نیوکو، اعتراض او تورونو سره مخ شول، بلکې د دواړو ټاکنیزو کمېسیونو کمېشنران او د دارالانشا رییسان عزل او لویې څارنوالي ته ور وپېژندل شول.

سره له دې چې د کمېسیونو ټول غړي له دندو لرې او پر ځای یې د سیاسي ګوندونو او د ټاکنو اړوندو بنسټونو په وړاندیز او د ولسمشري د نوماندانو په رایو نوي کسان وګومارل شول او تمه کېده چې دغه کسان به له تېرو تجربو ګټه واخلي او داسې ټاکنې به وکړي چې نه یوازې د خلکو اراده پکې خوندي شي، بلکې د ټاکنو تللی حیثیت به اعاده او شته بې‌باورې به جبران کړي، خو داسې ښکاري چې نویو کسانو هم ښه درس نه‌ دی اخیستی او د هغسې ټاکنو کولو تمه ترې نه ‌ده په ‌کار چې خلک یې غواړي.

ټاکل شوې وه د ولسمشري ټاکنې په چنګاښ میاشت کې وشي، خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دې لپاره چې ښه چمتووالی ورته ونیسي، د بایومټریک له مخې یې لپاره نوملیکنه وکړي، د ولسمشري ټاکنو تر څنګ، د غزني د ولسي جرګې او د ولایتي شوراګانو ټاکنې هم یو ځای وکړي او په کمېسیون او د ټاکنو په پروسه کې ځینې نور اصلاحات هم راولي، دا موده د تلې شپږمې نېټې ته وغځوله، خو وروسته له دغه دریځه هم تېر شول او پرېکړه یې وکړه چې یوازې د ولسمشري ټاکنې به په دغې نېټې کوي او د نورو لپاره بودیجه او ظرفیت نه‌ لري.

همدارنګه د ټاکنو کمېسیون پرون د ولسمشري ټاکنو لپاره د رایې ورکوونکیو تقویتي نوملیکنه پیل کړه او د کمېسیون د مالوماتو له مخې، د چنګاښ میاشتې تر اتمې نېټه به دوام وکړي، خو دا کمېسیون ټینګار وکړ چې د ولسشمري ټاکنې به هم کټ مټ د ولسي جرګې ټاکنو په شېوه کوي.  

د کمېسیون کمزوري مدیریت، تېرو ژمنو او ور باندې عمل نه کولو، په پرېکړو کې تزلزل او نورو لسګونو نیمګړتیاوو ته په کتو، داسې ښکاري چې د ټاکنو کمېسیون نوي کمېشنران هم د تېرو هغو پر پله ګام ږدي او د ولسمشري ټاکنې هم د ولسي جرګې ټاکنو په څېر له درغلیو ډکې او لانجمنوي.

د ولسي جرګې ټاکنو پر مهال سمه نوملیکنه نه وه شوې، کمېسیون خپلو لنډمهالیو کارکوونکیو ته لازمه او ان هيڅ تخنیکي روزنه نه وه ورکړې، په لوی لاس یې درغلیو ته لار هواروله، د زورواکیو، درغلي کوونکیو او هغو کسانو مخه یې و نه نیوله چې ټاکنې یې چټلې او لانجمنې کړې او اوس چې کمېسیون د ولسمشري په ټاکنو کې هم له هماغې شېوې کار اخلي، هيڅ تضمین نه‌شته چې له دغو ستونزو او نیمګړتیاوو خوندي ټاکنې دې وکړي.

خو د ټاکنو کمېسیون لا هم وخت لري چې د مسلکي کسانو په ګومارلو او نور تخنیکي چمتووالي سره د تېرو ټاکنو نیمګړتیاوې په ګوته او د مخنیوي او حل لپاره یې لازم چمتووالی ونیسي. کمېسیون کولای شي، د لنډمهالیو کارکوونکیو پر ګومارلو ښه غور وکړي، مخکې له مخکې یې وګوماري او ښه روزنه وکړي، د نوملیکنې په برخه کې تېرې ستونزې حل او د تقویتي نوملیکنې پر مهال پکې بشپړ سمون راولي، خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي او هغه نیمګړتیاوې او کمزورې بیا تکرار نه ‌کړي چې مخکنیو کمېشنرانو د ولسي جرګې ټاکنو پر مهال ورسره مخ شوي وو.

اوس چې د ولسمشري نوماندانو تر منځ مثبت او منفي رقابت سر له اوسه پیل شوی او هر یو هڅه کوي چې د هېواد په بېلابېلو مسایلو کې ځانونه دخیل او مخکښ وګڼي او د رقیب نوماند پر وړاندې له هر راز فشار، تور او نیوکو مخ نه اړوي، کمېسیون باید په پوره جدیت د ولسمشري ټاکنو کولو لپاره شپه او ورځ کار وکړي او په ښه ډول یې وکړي، خو که له تېرو ټاکنو یې ښه تجربه نه وي اخیستې او بیا هم هماغسې ټاکنې وکړي، نه یوازې ټاکنې به مشروعیت له لاسه ورکړي، بلکې ان هېواد به له کړکېچ سره مخ کړي چې ټول مسوولیت به یې د دوی پر غاړه وي.

طالبانو د ژبو پرې کول هم پيل کړل

Jun 24, 2019 29

که څه هم وسله‌والو طالبانو او نورو ترهګرو ډلو په هېواد کې د ټولنې پر یوه پوړ هم رحم نه ‌دی کړی او څومره یې چې وس رسېدلی، وژلي، ژړولي او ځورولي یې دي، خو اوس یې ټولو رسنیو ته هم [...]

افغان سوله د امتیاز او کمپاین وسېله

Jun 22, 2019 29

که څه هم له تېرو شاوخوا اوو میاشتو راهیسې د افغان سولې لپاره د هېواد، سیمې، عربي هېوادونو او نړۍ په کچه عملي هڅې پیل شوي او لابي ورته کېږي، خو لا هم دغه پروسه خپل اصلي مسیر ته [...]

ترهګر او زورواکي یې له بیت‌الماله خوري

Jun 18, 2019 29

که څه هم د دولت وسله‌والو مخالفانو او زورواکیو د هېواد په بېلابېلو برخو کې د عامو خلکو په ډوډۍ، باج، عشر او زکات او پیسو چلېږي، خو دغه دواړه ډلې د بیت‌المال پیسې هم ښکاره او په [...]

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې