په ننګرهار کې د فوټسال سیالي پای ته ورسېدې

په ننګرهار کې د فوټسال سیالي پای ته ورسېدې
۱۲ جوزا ۱۳۹۸ 189 0 نظر سرخط

په ننګرهار کې د فوټسال سیالي پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت په مرکز جلال‌اباد ښار کې د بدني روزنې امریت له لوري د اته لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالي پای ته ورسېدې.

د فوټسال لوبې د رمضان کپ سیالیو پای‌لوبه چې شاوخوا یوه اوونۍ یې دوام وکړ، د ننګرهار او ختیځو کلپونو ترمنځ وشوه چې د ننګرهار کلپ لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېده.

د دغه ولایت د بدني روزنې امر خوشحال حضرتي وایي، دا سیالي یې د ځوانانو په منځ کې د فوټسال سیالیو د دودولو په موخه جوړې کړې وې.

دمګړۍ په جلال‌اباد ښار کې د رمضان جام کرېکټ سیالي هم د شپې له‌خوا کېږي چې د روژې په وروستیو شپو کې به یې پای‌لوبه وشي

فوټ‌بال؛ د فیفا پخوانی مرستیال رییس ۱ مېلیون ډالر ناغه شو

Sep 14, 2019 29

د فوټ‌بال نړیوال فدراسیون پر پخواني مرستیال رئیس یوان انجیل ناپوت د رشوت د منلو په خاطر د تل لپاره بندیز ولګول شو او د دې تر څنګ هغه اړ دی چې یو مېلیون ډالر ناغه هم ورکړي.

فوټ‌بال؛ د افغانستان بانک روشن لوبډلې ته ماتې ورکړه

Aug 06, 2019 29

د افغانستان بانک او روشن مخابراتي کمپنۍ د فوټبال لوبډلو ترمنځ د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ د فوټ‌بال دوستانه لوبه وشوه.

د شاهین اسمايي فوټ‌بال لوبډلې ټاکنیزې سیالۍ پیل شوې

Jul 16, 2019 29

د فوټ‌بال فدراسیون وايي، د فوټ‌بال غوره‌لیګ د اتم پړاو سیالیو په موخه یې د کابل ښار په غازي سټډیوم کې د شاهین اسمايي فوټبال لوبډلې ټاکنیزې سیالۍ پیل کړې دي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې