غوسه مو ګډ ژوند تياره کوي

غوسه مو ګډ ژوند تياره کوي
۷ جوزا ۱۳۹۸ 93 0 نظر سرخط

غوسه مو ګډ ژوند تياره کوي

که ښځه او خاوند په ژور خپګان يا سخته غوسه اخته ول، ممکن يو به بله وېره هم ولري يا پر خپله غوسه شېبه وروسته د شرم احساس کوي، خو لوی کار به دا وي چې  د دې بې‌ځايه قهر او غوسې مخه چې پر ګډ ژوند ناوړه اغېزه لري او ژوند ور توره تياره کوي، که څه هم په دې کې يوازې يوه کس ښځې يا خاوند ته ګوته نيول کېږي، بلکې دواړه ملامت وي، خو د جنجال ټکي يې مختلف وي.

نو په کورني ژوند په تېره بیا د دوئ جنسي اړيکه سخته ځپي. د زياتې غوسې په وخت کې لا دا هم پېښېږي چې يو پر بل ګوزارونه وکړي او يا سپکې سپورې يې تر خوله ووزي چې له پلو سره پکې تېر شي «خور او مور ورته وښکنځي» ؛ نو دا د جنجال وروستی حد دی چې وروسته په ژور خپګان او يا نورو عصبي ناروغيو بدلېږي.

 

ولې غوسه کېږئ؟

 تاسې، ښځه/خاوند هغه وخت در ياد کړئ چې يو بل ته پرې غوسه شوي او ناراحته شوې ياست؟ له هغه/هغې ليرې شوې ياست او که ورته بې‌توجه ياست؟ ښه به دا وي چې د مقابل لورې غوسې ته په غوسه غبرګون ور نه کړل شي، بلکې د هغه لوی ځواب چوپتيا او بې‌تفاوتي ده چې يوه شېبه وروسته بيا په خپله درته خجل وي چې څه بد مې وکړل ورته غوسه شوم.

 

څه شی اړيکه خرابوي؟

ځينې کسان طبعاً قهرجن وي او په تندي يې کوکرې يوولس عدده جوړ کړي وي، بې‌توجهي، د کور په شيانو ناخبرې، چل‌بازي، له مشورې پرته يوه معامله کول او نور... دا هغه کارونه او عادتونه دي چې د مقابل کس ښځې/خاوند د غوسې د را پارولو سبب ګرځي.

همدارنګه ځينې چې د دې پر ځای په  کور کې ستونزه هواره کړي، بهر وځي او کور پرېږدي؛ نو په هر حال د جنجال هوارول تر تېښته ښه دي، نه دا چې ميدان پرېږدي.

 

ځان‌‌پلوي؛

نارينه‌ نه، بلکې ځينې ښځې چې نوې واده شي غواړي په کور کې له مېړه را نيولې تر خسر او خواښې ټول د دې په ژبه او تبه ورسره ولاړ شي. له دې کاره سختې ستونزې په راتلونکي کې پېښېږي چې تر ټولو اول يې مېړه تر سخت فشار لاندې راځي. غوره دا ده چې په کورني ګډ ژوند کې هر يو خپل حد او مسووليتونه وپېژني او له نورو د خپل کار تمه و نه لري او يا داسې چلند له نورو و نه غواړي چې وچ په زور دې پرې ګرانه/ګران شي.

په ګډ ژوند کې دا ښه نه دي چې  د کورنۍ نور غړي اخوا شي او يا د جلاکېدو لپاره ښځه خاوند ناسم چلند پيل کړي. ځينې نارينه تر واده وروسته له خواښې او خسر سره اړيکې پرې کوي چې په راتلونکي يې د خپلې ښځې د خپګان او غوسې وړ ګرځي.

کورنۍ ژوند که له غوسې ډک وي؛ نو څومره چې په هغه کې نور نسل ډېرېږي په هماغه اندازه په ناروغيو اخته کېږي يا  د دوی په څېر منفي عادت «غوسه کېدل» په ميراث ور پاتېږي.

دا کارونه مو د یو بل غېږو ته لا نږدې کوي

Jun 24, 2019 29

مقابل لورې ته مو د ټلیفون له لارې مینه ناک پیغام ولېږئ، مطمین واوسئ چې دا یو زړه راښکونکی او جالب کار دی. د يو بل ستونزمن کار سرته ورسوئ له هغه ورځنیو کارونو چې مقابل لوری مو يې [...]

که دا کارونه وکړئ ګډ ژوند به مو خوږ وي

Jun 22, 2019 29

دويمه وروستۍ برخه ۶.شکايت مه کوئ پر ځان باور ولرئ چې تاسې د احترام وړ کس یاست، ځکه که چېرته تاسې په خپل نفس باور و نه لرئ، هیڅوک هم احترام نه درکوي. په نفس باور له ځان سره د [...]

که دا کارونه وکړئ ګډ ژوند به مو خوږ وي

Jun 18, 2019 29

لومړۍ برخه ۱.ډالۍ ورکړئ مېرمنې هغه کوچني کارونو ته هم امتیاز ورکوي چې نارینه ېې د دوی لپاره سرته رسوي. زیات نارینه فکر کوي د دې لپاره چې ښځه ېې ترې خوشاله وي د هغې لپاره که دا [...]

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې