پاکستانۍ اداکاره بالیووډ کې کار نه‌ کوي

پاکستانۍ اداکاره بالیووډ کې کار نه‌ کوي
۳۰ ثور ۱۳۹۸ 218 0 نظر سرخط

پاکستانۍ اداکاره بالیووډ کې کار نه‌ کوي

د پاکستان فلمي ستورې او مشهورې اداکارې مهوش حیات په بالیووډ یا هندي سېنما له کار کولو ډډه وکړه او زیاتوي، هغې ته په پاکستاني فلم صنعت کې اړتیا ده؛ نو بالیووډ ته د څه لپاره لاړه شي؟

هغې له رسنیو سره په خبرو کې زیاته کړې، د پاکستان ډېرو اداکارانو په بالیووډ سېنما کې کار وکړ، خو دوی ته هغه ډول چې لازمه احترام ورته و نه ‌شو.

مهوش حیات وړاندې وايي، په بالیووډ فلمونو کې له کار کولو ډډه کول یې یوه باشعوره پرېکړه ده او په خبره يې په بالیووډ کې کافي اداکارن شته؛ نو اړتیا ده چې د پاکستان فلم صنعت د پیاوړتیا لپاره کار وکړي.

هغې پر هندي سېنما د نیوکو تر څنګ زیاته کړې، باید سیاسي حالات د دواړو هېوادونو پر سېنما اغېزه و نه ‌کړي، خو اوس حالت داسې شوي چې دواړه خواوې دې خبرې ته قایل نه ‌دي.

هندوستان له هغه وروسته ټول پاکستاني اداکاران په بالیووډ کې له کار کولو منع کړل چې په دې وروستیو کې د هند او پاکستان سیاسي او ډيپلوماټیکې اړیکې خراب حالت ته لاړې.

پر انسټګرام د بالیووډ مشهورې څېرې

Sep 14, 2019 29

تاسې به له سرخطه مخکې په ټولنیزو شبکو کې د بالیووډ مشهورو انسټګرامرانو په اړه اورېدلي وي چې په یوه پوسټ څومره زیاتې پیسې اخلي، خو دا ځل درته د هغوی د ډېرو مینه‌والو په اړه [...]

حسد نږدې ملګري هم سره بېلوي

Sep 14, 2019 29

د حاسدانو د بېلابلېو حسادتونو او بدو نېتونو په اړه به مو ډېرې کېسې اورېدلې وي، خو نن درته د یوه داسې حسود رښتینې کیسه کوو چې ان خپل ملګری یې هم و نه پېژنده.

«انشاءالله» وځنډېد

Sep 11, 2019 29

د هندي سېنما وتلي ستوري سلمان‌خان تر یوه اعلان ورسته نه یوازې خپل مینه‌وال، بلکې د فلم ښایسته ممثله عالیه بهټ هم حیرانه کړه، ځکه هغه ویلي، خپل راتلونکی فلم «انشاء الله» اوس [...]

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې