فرهنګي هویت ، فرهنګي مناسبتونه او فرهنګی ارزښتونه

فرهنګي هویت ، فرهنګي مناسبتونه او فرهنګی ارزښتونه
۲۴ ثور ۱۳۹۸ 68 0 نظر نجیب منلی

فرهنګي هویت ، فرهنګي مناسبتونه او فرهنګی ارزښتونه

هویت او پېژندګلوي د ټولنیز ژوند یو بنسټیز توکی دی. یو کس چې یوازې د ځان په اړه فکر کوي، «زه» دی. دغه ځانګړی «زه» یوازې د مادي چاپېریال په تناظر کې څرګندېږي. د دویم فرد را مخ ته کېدل د هویت کړۍ هم پراخوي. هر فرد په خپل ذات کې او د مادي چاپېریال په تناظر کې «زه» دی خو یو د بل پر وړاندې بیا په «زه» او «ته» سره وېشل کېږي.

په دې اړیکه کې دواړه لوري هم‌مهاله «زه» هم دی «هر یو ځان «ته» زه وایي» او «ته» هم دي «هر یو بل لوري ته «ته» وایي». له همدې امله ځینې ژبپوهان داسې انګېري چې «زه» او «ته» نامشخص مفاهیم دي، ځکه چې یو د بل ځای په اسانه نیسي. د درېيمګړي په راتلو سره داسې یو کس هم د شعور ډګر ته را ننه وځي چې نه «زه» دی او نه «ته» دی. دغه درېيم ګړي چې ډېر شي، هر یو یې د «هغه» تر نامه لاندې راتلای شي خو هر «هغه» خپل خپل ځای لري، یانې یو «هغه» په بل «هغه» نه‌شې بدلېدای «لکه «زه» چې پر «ته» بدلېږي».

 دلته؛ نو بیا لازمه ده چې هر «هغه» مشخص «په ګوته» شي. په ګوته کېدل «مستقیمه اشاره» هم یوازې هغه مهال شوني وي چې «زه»، «ته» او نور ټول درېیمګړي په یوه واحد مادي چاپېریال کې سره راټول شي. که دا ټول هم‌مهاله پر یو ځای نهشې راټولېدای؛ نو لازمه ده چې هر «هغه» په یو نه یو ډول «ځانګړی» شي. همدغه د ځانګړې کېدلو پروسه د هویت د جوړونې لومړی پړاو دی

د هویت جوړونې دویم پړاو هغه مهال پیل کېږي چې د دغې لومړۍ کتلې تر څنګ، په یو بل مادي چاپېریال کې ورته بله کتله هم تشکل ومومي، یوه کتله له بلې کتلې سره اړیکه پیدا کړي، هره کتله له خپلو غړو سره یو ډول اړیکې وپالي «خپلوالی» او له مقابلې کتلې سره بل ډول اړیکې وپالي «پردي‌والی». د ابن خلدون په څېر پوهان د دغو متفاوتو اړیکو تعبیر به «عصبیت» کوي.

هر څومره چې ټولنه پراخېږي هماغومره د «خپل‌والي» کړۍ ورسره پراخېږي او د عصبیت رشتې سستېږي. کله چې ټولنه د پراختیا داسې کچې ته ورسېږي چې په خپل جوړښت کې دننه خپلې نږدې ټولې اړتیاوې پوره کړای شي، له نورو ورته ټولنو سره اړیکې د ژوند له لومړنیو اړتیاو ور ها خوا پر نورو مشترکو ګټو او تاوانونو بنا کړي؛ نو د عصبیت اړیکه پر «فرهنګي» اړیکې بدلېږي. دا لومړنۍ فرهنګي کړۍ هم یوه له بلې سره نښلي کوچني فرهنګونه پر یو ستر فرهنگ او څو ستر فرهنگونه پر یو مدنیت اوړي.

د دې تراکمي پدیدې وروستی حد نړۍوال کېدل دي او کله چې د ځمکې د مخ ټول فرهنګونه په یوه نړۍوال «کلي» کې سره منسجم شي، د کوچنیو ګټو تر منځ تضادونه ورو ورو د زغم له کچې وځي او بیا له کمي لحاظه د کوز پوړ اړیکې زور واخلي او د «عصبیت» د پراختیا پروسه د نوو عصبیتونو په محدودو چوکاټونو کې له سره تنظیمېږي.
د شلمې مېلادي پېړۍ په اوږدو کې او بیا خاص د دې پېړې په دویمه نیمایي کې تخنیکي پرمختګونو د ورځني ژوند اسانتیاوې ډېرې کړې چې پایله یې د سوداګریزو اړیکو بې‌ساري پراختیا وه.

 د هېوادونو تر منځ شته هویتي کرښې او د ګټو محدود تعریفونه د نړۍوالې سوداګري پر وړاندې یو ډول خنډ شو چې د ژوند د سهولتونو تولیدوونکو کسانو او بنسټونو لپاره د زغم وړ نه و. د دې خنډ د ليرې کولو لپاره د شلمې پېړۍ په وروستیو لسیزو کې د پرمختللې نړۍ حکومتونو، پانګه‌والو او په ټوله کې د واک خاوندانو د نړۍوال کېدو مفهوم ته وده ورکړه چې نوې مالوماتي تکنالوژي د «نړۍوال کلي» د مفهوم په خپرولو کې پراخ نقش ولوباوه.

د نړۍوال کېدو مفهوم سره تر څنګ د مصرفي اقتصاد پراختیا او د مادي ژوند اسانتیاوو ته د ډېرو کسانو د لاس‌رسي اصل انساني ټولنه د یورنګي لوري ته وربرابره کړه. نړۍوال کېدو سره تړلی د فرهنګي تنوع اصل هم تر ډېره تر پوښتنې لاندې راغی او د یو نوي ګواښ په غوندي را څرګند شو.

د تاریخ په اوږدو کې استبدادي نظامونو تل هڅه کړې چې په ټولنه کې یورنګي ایجاد کړي، د فردي او ډله‌یز مشخصات محو کړي. په شلمه پېړۍ کې د روسیې پر محور را ټول شوی سوسیالیسټي نظام، په المان کې نازي حکومت او په دې وروستیو لسیزو کې د اسلامي بنسټ‌پالنې په نامه جوړ شوی سیاسي، نظامي تشکیلات د تنوع د له منځه وړلو د پام وړ بېلګې دي.

د استبدادونو تاریخ ته په کتو، او د نوي پانګه‌وال نړۍوال نظام بې‌رویې فعالیتونو د نړۍ روڼ اندي دې ټکي ته متوجه کړل چې د فرهنګي تنوع ساتل، لکه د مادي چاپېریال خوندي توب، د درېیمي زریزې اساسي اړتیاوې دي. د همداسې یو تفکر په پايله کې څو کاله وړاندې د ملګرو ملتونو علمي او تعلیمي سازمان «یونسکو» د زریزې د موخو د تعریف په چوکاټ کې فرهنګي میراثونو ته هم ځانګړې توجه وکړه، تر دې چې د افغانستان شاوخوا پرتې فرهنګي ساحې یو ستر فرهنګي میراث، نوروز، یې د بشریت د ناملموسو شتمنیو په لړ کې د یو ارزښتناک فرهني میراث په حیث ومانه او دا ابتکار تر شلو زیاتو هېوادونه په ګډه د خپل فرهنګي ارزښت په نامه ثبت کړ.

افغانستان د نوروز د اصلي ټاټوبي په صفت طبعاً د دې فرهنګې حوزې د یو مخکښ غړي په توګه د نوروز او له نوروز سره د تړليو فرهنګي ارزښتونو «اعتدال، د طبېعي چاپېریال درناوی، ژوند او ژوندیو ته د یوې ارزښتمنې پدیدې په سترګه کتل، د نوي والي هڅه،...» ساتونکی او پالونکی هېواد دی.

 د نوروز نمانځل د دغه ستر بشري ارزښت د تبلور خورا غوره مناسبت دی او دا د افغانستان او افغانانو ویاړ دی چې د نوي کال د اعتدال دغه ورځ  شانداره نمانځي.
له پېړیو راهیسې، د استبدادي فکر پالونکي هڅه کوي چې د نوروزنمانځل د اسلام له مقدس دین سره په ټکر کې وبولي او په دې توګه یې د نمانځلو مخه ونیسي، دا هڅې د بنسټ‌پالنې د سیاستونو له پراختیا سره یو ځای لا چټکې شوي او په افراطي ډول تبلیغېږي.

 دا هڅې په حقیقت کې د افغانستان او په مجموع کې د افغانستان د شاوخوا فرهنګي حوزې د تاریخي او فرهنګي ویاړونو او ځانګړتیاوو د محوه کولو په موخه کېږي.
د نوروز نمانځل، د افغانستان یو ملي دود دی، په حقیقت کې د بهرنیو د فرهنګي یرغل د مخنیوي یوه مدني، سوله‌یزه او مینه‌ناکه لار ده چې لاروي یې په رښتنې مانا د انسانیت ارزښتونو ته ژمن خلک دي.

 

د موقت حکومت، زهرجنې پایلې

May 22, 2019 29

نړۍ په تېرو څلورو لسیزو کې دومره بدلون کړی چې په تېرو درو پېړیو کې یې نه و کړی. نړۍ تر بل هر وخت ځواکمنه شوې، بډایه شوې او سره نږدې شوې. د خلکو په ژوند کې تر بل هر وخت ډېر مثبت [...]

ازادي او مسوولیت

May 22, 2019 29

د مالوماتو خپرول د قدرت د اعمال یوه مهمه وسېله ده چې د حکومت له ایجاد سره سم په بشري ټولنو کې دود شوې ده.

د افغانستان په راتلونکي ولسمشر کې اړین معیارونه

May 21, 2019 29

رهبري کوم ورک او نا تعریف شوی شی نه دی. رهبري معاصر علم دی او د دې علم په رڼا کې په تجربه شويو کې خو څه چې ان په ناتجربه شويو کسانو کې هم د رهبری نښې، شرایط او صلاحیتونه اندازه [...]

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې