کرېکټ بورډ خصوصي اکاډمیو ته جوازونه ورکوي

کرېکټ بورډ خصوصي اکاډمیو ته جوازونه ورکوي
۲۴ ثور ۱۳۹۸ 87 0 نظر سرخط

کرېکټ بورډ خصوصي اکاډمیو ته جوازونه ورکوي

د کرېکټ بورډ د لوبې پرمختیايي څانګه په پام کې لري چې د کرېکټ لوبې خصوصي اکاډمیو ته چې اوس‌ د لوبغاړیو په فني او حرفوي روزنه بوختې دي، د فعالیت جوازونه ورکړي.

له یاد بورډ نه په خپرو شویو مالوماتو کې زیاته شوې، دا کار یې د چارو د لا اغېزمنتیا په موخه کړی چې له همدې لارې د افغانستان له کرېکټ بورډ سره په رسمي ډول ثبت او راجسټر شي.

کرېکټ بورډ د کرېکټ د خصوصي اکاډمیو مسوولانو ته ویلي چې د غبرګولي تر ۲۲مې پورې خپلې اکاډمۍ ثبت او راجسټر کولای شي.

ایلیټ کپ نیمه پای‌لوبې پیلېږي

Aug 07, 2019 29

کرېکټ بورډ وايي، د چهارشنبې په ورځ د سيدجمال‌الدين افغان ايليټ کپ د لومړۍ درجه (ګرېډ ون) يو ورځنيو ولايتي سيالیو نیمه پای‌لوبه پیلېږي.

چلېنج کپ؛ کندهار له خوست نه په ٢٧ منډو وګټله

Aug 05, 2019 29

د چلېنج کپ لومړۍ درجه (ګرېډ ون) يو ورځنيو ولايتي سياليو اې ګروپ د کندهار او خوست لوبډلو ترمنځ د خوست په لوبغالي کې لوبه وشوه چې کندهار لوبډلې په‌کې په ٢٧ منډو بريا خپله کړه.

د شپږیزې لیګ سیالیو لپاره لوبغاړي وټاکل شول

Aug 04, 2019 29

د کرېکټ بورډ له‌خوا د شپږیزې لیګ د شپږم پړاو سیالیو لپاره د لوبغاړیو د پېر مراسم په کابل کې ترسره شول او د شپږو لوبډلو د مسوولانو له‌خوا هرې لوبډلې ۱۶ـ ۱۶ لوبغاړي واخیستل.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې