ایراني او چیني چارواکي پر افغان سولې غږېدلي

ایراني او چیني چارواکي پر افغان سولې غږېدلي
۲۴ ثور ۱۳۹۸ 122 0 نظر سرخط

د افغانستان لپاره د چین د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي دنګ شیجون په تهران کې له ایراني چارواکیو سره پر افغان سولې خبرې کړي.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سیدعباس عراقچي په دې لیدنه کې د افغان سولې په بهیر کې د سیمې هېوادونو پر مرستې ټینګار کړی دی.

سرچینه زیاتوي، دواړو لوریو په افغانستان کې د سولې پر ارزښت او همدا راز په دې لاره کې پر مرستو ټینګار کړی دی.

ایراني او چينايي چارواکي داسې مهال پر افغان سولې خبرې کوي چې د قطر په دوحې کې د امریکايي او طالب استازیو ترمنځ شپږم پړاو خبرې پای‌ ته ورسېدې.

ناټو: د سولې یوه تړون ته تر بل هر وخت نږدې یو

Aug 06, 2019 29

د ناټو سازمان عمومي منشي ینس سټولټنرګ وايي، د سولې یوه تړون ته تر بل هر وخت نږدې یو او ناټو هم د خبرو له لارې یوه سیاسي حل ته د رسېدو لپاره له ټولو هڅو کلک ملاتړ کوي.

امریکايي پلاوی نن د افغان سولې په تړاو پاکستان ته ځي

Aug 05, 2019 29

راپورونه لیکي، د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیره الیس وېلز نن اسلام اباد ته ځي او له پاکستاني چارواکو سره د افغانستان د سولې د پروسې په اړه خبرې کوي.

پاکستان: هند د افغان سولې پروسه ګډوډوي

Aug 05, 2019 29

د پاکستان د ملي امنیت شورا ویلي چې هند په داسې حال کې په جمو او کشمیر کې د تاوتریخوالي هڅه کوي چې پاکستان خپل ټول پام د افغان سولې خبرو ته اړولی دی.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې