د جسدونو موزیم

د جسدونو موزیم
۲۳ ثور ۱۳۹۸ 248 0 نظر سرخط

په موزیم کې ډېر وخت تاریخي اثار، قېمتي کاڼي، مجسمې، جالب توکي او داسې نور لرغوني اثار پراته وي، خو نن درته سرخط داسې موزیم در پېژني چې یوازې پکې د انسانانو جسدونه ايښودل شوي دي.

د ایټالیا په سیسلي سیمه کې د هدیرې په شکل یو موزیم دی چې لرغونتوب یې ۴۲۰ کالونو ته رسېږي او په لومړي ځل په ۱۵۹۹ کال کې د پادریانو یو مشر جسد پکې ایښودل شوی و، خو ورسته یې شمېر زیات شو.

په دې موزیم کې چې د خونو په څېر جوړ شوی، شاوخوا اته زره مومیايي شوي جسدونه پکې ایښودل شوي او هره ورځ یې سلګونه کسان ليدو ته ورځي، خو چې څوک غټ زړه و‌ نه ‌لري له دې موزیمه ليدنه نه‌شې کولای، ځکه ځینې جسدونه پکې ډېر ډاروونکي هم دي.

دې موزیم یا قبرستان ته له نورو سیمو هم ممویايي شوي جسدونه راوړل شوي. مخکې تر دې عامو خلکو ته اجازه نه ‌وه چې داخل ته ورشي، خو اوس دا موزیم د عامو خلکو پر مخ هم خلاص شوی دی او ځینې خلک له جسدونو سره انځورونه اخلي.

د «اله‌دین» فلم پاکستان کې وړاندې کېږي

May 22, 2019 29

د هالیووډ «اله‌دین» فلم چې د ایډوینچر په ژانر جوړ شوی، مسوولینو یې پرېکړه کړې چې په پاکستان کې به يې هم پر سېنماوو نندارې ته وړاندې کړي.

په فرانسه کې پسونه ښوونځي ته ځي

May 22, 2019 29

د فرانسې په یوې ليرې پرته سیمه کې د زده‌کوونکیو د کموالي له کبله نږدې و یو ښوونځي بند شي، خو د زده‌کوونکیو والدینو او مسوولینو د ښوونځي بندېدو لپاره ډېر جالب فکر وکړ.

د اجي دیوګن د فلم پيل خوندور نه‌ ‌و

May 21, 2019 29

د هندي سېنما وتلیو او نامتو ممثلانو اجي دیوګن، راکول پریت او تبو فلم «دې دې پیار دې» ښه پیل نه‌ لاره، ځکه په دوه ورځو کې یې یوازې ۲۳٫۸ کروړه هندي روپۍ ګټلې دي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې