ټرمپ پر افغانستان فشار ته واړوله

ټرمپ پر افغانستان فشار ته واړوله
۲۳ ثور ۱۳۹۸ 152 0 نظر سرخط

د لویو قدرتونو یو بد عادت او پلان دا دی چې ډېر وخت خپل ملګري نه یوازې په نیمه لاره کې پرېږدي، بلکې دوښمن ته یې ور خوشي کړي. افغانستان له بده مرغه په وروستیو دریو لسیزو کې د دویم ځل لپاره دغه خطرناکه تجربه تکراروي. په ۱۹۸۹ کې د شوروي ځواکونو له وتلو سره سم د ډاکټر نجیب الله حکومت د وخت د شوروي له خوا په تش میدان پرېښوول شو او دېرش کاله وروسته داسې ښکاري چې امریکا په افغانستان کې واکمن دولت ته د شا ګرځولو په درشل کې ده.

 سره له دې چې یو شمېر لوړ پوړيو امریکايي چارواکيو لکه د دفاع پخواني وزیر رابرټ ګېټس د دغه ډول لوبې تکرار د دوی او نړۍ لپاره ګواښمن بللی، خو پر ټرمپ را څرخېدلي امریکايي سلاکاران او مشران هڅه کوي چې طالبانو ته داسې سیاسي تصویر وتراشي چې ګواکې دغه ډله بېخي بدله شوې او له امریکا سره د دوښمني پر ځای دوستي ته لیواله ده. امریکايي مرکچیان غواړي طالبان په داسې ډول واک ته ورسوي چې د دوی په خبره واشنګټن ته یې ګواښ نه وي.

سره له دې چې امریکا او د افغانستان دولت په خپلو کې امنیتي او سټراټېژیک تړون لري چې د افغانستان د امنیتي ځواکونو د تمویل بار ته واشنګټن د اوږې ورکولو ژمنه کړې، خو ښکاري چې دغه تړون خپل رنګ بایلي او ممکن ژر یې د فسخه کېدو غږ واورېدل شي. د ټرمپ د نوې تګلارې پر اساس به د امریکا له خوا له افغان امنیتي ځواکونو د تمویل لپاره ځانګړې شوې څه باندې ۶۰۰ میلیون ډالره کم او له مکسیکو سره پر جوړېدونکي دېوال لګول کېږي.

 پر افغان امنیتي ځواکونو هر کال امریکا نږدې پنځه میلیارډ ډالره مصرفوي او په افغانستان کې دننه د امریکایي ځواکونو سږنی لګښت ۱۳ میلیارد ډالره ښوول شوی خو د افغانستان ټول جنګي ماموریت د امریکا لپاره ۴۵ میلیارډ ډالره لګښت لري. امریکا په تېرو لسو کلونو کې دغه لګښت درې برابره را کم کړی او هڅه یې دا ده چې له دې اړخه نور بار هم له خپلو اوږو کته کړي، خو ښکاري چې لا هم د افغانستان د امنیتي ځواکونو سمبالښت خورا ډېر نور لګښت ته اړتیا لري. د بېلګې په ډول تر اوسه د افغانستان په هوايي ځواکونو څه باندې ۸ میلیارډ ډالره لګول شوي، خو لا هم یوه پرمختللې جنګي جيټ الوتکه نه لري. د پلان له مخې به په راتلونکو ۴ کلونو کې هر کال نږدې ۲ میلیارډ ډالره د هوايي ځواکونو لپاره د الوتکو په اخیستو، روزنې او د الوتکو په ساتنې ولګول شي.

سره له دې چې امریکایان لکه د دفاع  نوی غوره شوی وزیر یې وايي چې له مکسیکو سره دېوال ته د افغانستان له برخې د بېلو شویو پیسو اغېز به د افغانستان پر امنیتي ځواکونو نه غورځېږي او دلیل یې دا ښيي چې دغه ۶۰۰ میلیون ډالره امریکا د افغانستان لپاره د نظامي تجهیزاتو د اخیستو په تړونونو کې له شوې سپما ور بېل کړي، خو په لویه کې داسې ښکاري چې امریکایانو ته کرار کرار له افغانستانه د نظامي او اقتصادي پښو سپکولو وخت را رسېدلی برېښي.

امریکایان غواړي په دې کارونو کابل ته وښيي چې پر دوی دې خپله تکیه کمه او خپل غم ته دې په خپله ځان ټینګ کړي. د وروستیو اتلس کلونو سیاستونو ښوولې چې له افغانستان سره نورو مرسته کوونکيو هېوادونو هم تل د امریکا پر پله قدم ایښی او هڅه یې کړې چې د افغانستان پر تله د واشنګټن زړه خوشاله کړي. داسې وېره هم شته چې له افغانستان سره د جاپان، اروپايي ټولنې او هند په څېر هېوادونه هم له کابل سره کړې ژمنې کمې او خپلو نورو بوختیاوو ته پام واړوي.

سره له دې چې رسماً امریکا کابل ته د مرستو د کمېدو څه نه دې ویلي او د کورنیو چارو افغان وزیر یې د هیڅ ډول نه کمي خبر ورکړ، خو ښکاري چې د سیاسي شطرنج په څېر د امریکا د اقتصادي همکاریو لوری هم په بدلېدو دی. د سپینې ماڼۍ او پنټاګون چارواکي غواړي افغان دولت ته سور څراغ ورکړي چې له طالبانو سره د سولې روانه لوبه باید په هر ډول چې وي پر مخ ولاړه شي او دوی له دغه کړکېچه خلاصون غواړي. د نظامي مرستو کمېدل د افغانستان د روانې جګړې بل تصویر وړاندې کوي چې پکې پر طالبانو د لاس‌بري شته احتمال هم له منځه وړي او د شنونکيو په باور له طالبانو سره د روغې په برخه کې د حکومت دریځ کاواکه کوي او د مخالفینو مورال نور هم پیاوړی کوي.

ورسره سم د سیمې په هېوادونو لکه پاکستان او ایران کې هم دا باور پیاوړی ډېرېږي چې امریکایان په سیمه کې د خپل سټراټېژیک متحد د بدلون په چاره بوخت دي. دا وروستی ګام د واشنګټن لپاره هم په راتلونکي کې د لا نورې  نظامي پرمختیايي بودیجې د کمېدو زمینه برابروي او کرار کرار له دغه ککرۍ خوړونکي ګردابه بشپړ ځان خلاصول غواړي.  

ولسمشر ټرمپ غواړي چې  په دې توګه پر افغانستان فشار زیات او له یوه پلوه یې د واشنګټن او اسلام‌اباد په خوښې د سولې په نوم معاملې ته تیار کړي او د امریکا له مرستو پرته ژوند کولو سره ځان اشنا کړي.

په افغانستان کې د امریکا لومړیتوب ولې بدل شو؟

May 22, 2019 29

ولسمشر محمد اشرف غني او حمدالله محب وتوانېدل چې په واشنګټن کې د ټرمپ د یارانو ډیزاین کړې لوبه د کابل پر محور را وڅرخوي.

ایران د جنگ پر پوله ولاړ دی

May 21, 2019 29

پوره ۱۶ کاله وروسته د امریکا غټې الوتک وړونکې پوځي بېړۍ چې د براهیم لینکولن په نوم یادېږي بیا په وسلو او جنګي الوتکو بار خلیج کې ځای پر ځای شوه.

ایران د جنگ پر پوله ولاړ دی

May 21, 2019 29

پوره ۱۶ کاله وروسته د امریکا غټې الوتک وړونکې پوځي بېړۍ چې د براهیم لینکولن په نوم یادېږي بیا په وسلو او جنګي الوتکو بار خلیج کې ځای پر ځای شوه. په دغه بېړۍ کې لسګونه جنګي [...]

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې