"د فراه د نشه‌یي توکیو په کارخونو کې‌ ۴۰۰ طالبانو کار کاوه"

۲۳ ثور ۱۳۹۸ 156 0 نظر سرخط

کورنیو چارو وزارت وايي، په دې ورستیو کې یې د عملیاتو پر مهال د فراه ولایت د نشه‌يي توکیو هغه ۶۸ کارخونې له منځه وړي چې لږترلږه ۴۰۰ داخلي او پاکستاني طالبانو په‌کې کار کاوه.

له دغه وزارت نه په خپرو شویو مالوماتو کې زیاته شوې، وسله‌والو طالبانو د نشه‌يي توکیو له یادو کارخونو نه هره ورځ یو میلیونه افغانۍ عاید درلود.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي زیاتوي، د دغو کارخونو د تولیداتو مهمه برخه «ټابلېټ‌کا» وو چې د هېواد ښارونو ته قاچاق کېدلې او په وینا یې، په همدې تړاو په تېرو څو میاشتو کې امنیتي ځواکونو څو قاچاقیان هم نیولي وو.

نوموړی زیاتوي، د ثور میاشتې په ۱۶مه د یو لړ ځانګړیو عملیاتو پر مهال دا کارخونې له منځه تللي چې په ترڅ کې يې ۱۵۰ طالبان وژل شوي او ۴۰ نور ټپیان دي.

 

 

افغان سفیر د پاکستان د سرحدونو له وزیر سره وکتل

Aug 05, 2019 29

په اسلام‌اباد کې د افغانستان سفیر شکرالله عاطف مشعل د پاکستان د سرحدونو او قبایلو چارو له وزیر شهریار خان افریدي سره وکتل.

په غزني کې ۱۶ غیرقانوني روغتیايي مرکزونه وتړل شول

Aug 05, 2019 29

د غزني د عامې روغتیا ریاست وايي، د غزني ولايت د عامي روغتيا رياست د روغتيايې قوانينو د تطبيق او فارمسۍ څانګي مسؤلينو د یکشنبې په ورځ د غزني مرکز اړوند د نواباد، پښتون اباد، [...]

اروپایي ټولنه: د ژورنالېستانو د خاموشي هڅې هغوی لا غښتلي کوي

Aug 05, 2019 29

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې سفیر پیري مایډون د خورشید تلویزیون پر موټر برید غندلی دی.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې