دې ته وايي تېروتنه

دې ته وايي تېروتنه
۲۳ ثور ۱۳۹۸ 86 0 نظر سرخط

د پیسو ډیزاین او چاپ له ځانګړې پروسې او دقیقې کتنې وروسته کېږي، خو په اسټرالیا کې د دې هېواد ۵۰ ډالره نوټ له دومره دقیقې کتنې وروسته هم تېروتنه لري.

د اسټرالیا مرکزي بانک ریزرو پر ۵۰ ډالر نوټ د انګلیسي کلمې «Responsibility» پر ځای «Responsibilty» لیکلی دی یانې له «t» وروسته يې بل «i» نه ‌دی لیکلی او دا تېروتنه په لکونو نوټونو تکرار شوې ده.

د اسټرالیا مرکزي بانک د دې تېروتنې اعتراف کړی دی او وايي، د ۴۶ لکه اسټرالیايي ډالرو په چاپ کې يې دا تېروتنه تکرار کړې ده، خو زیاتوي، په راتلونکي کې به د دې تېروتنې مخنیوی وکړي.

دا پنځوسیز نوټ چې د تېر کال په وروستیو کې په نوي ډیزاین کې چاپ شو، پکې د اسټرالیا د پارلمان لومړۍ غړې رکن اډېت کووان انځور ښکاري.

یاده دې وي چې دا نوټ جعلي نه ‌دی ګڼل شوی او له دې تېروتنې سربېره د اسټرالیا د رسمي کرنسي په توګه ترې کار اخیستل کېږي، خو حکومت ژمنه کړې چې بیا به دا ډول تېروتنه نه‌ تکراروي.

د «اله‌دین» فلم پاکستان کې وړاندې کېږي

May 22, 2019 29

د هالیووډ «اله‌دین» فلم چې د ایډوینچر په ژانر جوړ شوی، مسوولینو یې پرېکړه کړې چې په پاکستان کې به يې هم پر سېنماوو نندارې ته وړاندې کړي.

په فرانسه کې پسونه ښوونځي ته ځي

May 22, 2019 29

د فرانسې په یوې ليرې پرته سیمه کې د زده‌کوونکیو د کموالي له کبله نږدې و یو ښوونځي بند شي، خو د زده‌کوونکیو والدینو او مسوولینو د ښوونځي بندېدو لپاره ډېر جالب فکر وکړ.

د اجي دیوګن د فلم پيل خوندور نه‌ ‌و

May 21, 2019 29

د هندي سېنما وتلیو او نامتو ممثلانو اجي دیوګن، راکول پریت او تبو فلم «دې دې پیار دې» ښه پیل نه‌ لاره، ځکه په دوه ورځو کې یې یوازې ۲۳٫۸ کروړه هندي روپۍ ګټلې دي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې