د ایران او امریکا ټېل ماټېل

د ایران او امریکا ټېل ماټېل
۲۲ ثور ۱۳۹۸ 79 0 نظر سرخط

په منځني ختیځ کې د امریکا او روسیې نوې لوبه په سیمه کې د ډېرو نورو بدلونونو اشارې ورکوي. نوې غېږنیونه په ګرمېدو او میدان په پراخېدو دی. امریکا د۲۰۰۱ افغانستان او د ۲۰۰۳  کال عراق په څېر لوبې ته نړیوال لوبغاړي تنظیموي او هڅه یې دا ده چې د اوسني واشنګټن په خبره د نړۍ د انرژي له مرکز منځني ختیځه د ناسور دغه ټپ چې د خلیجي مشرانو په باور اخوندي شعیه نظام دی لیرې کړي.

 د امریکا له دغو هڅو سره دسعودي په مشري د عرب هېوادونو یوه ټلواله هم د پردې تر شا د اوس لپاره له امریکا سره ملګرې ده او ان داسې هم ویل کېږي چې که پر ایران برید کېږي، ممکن لومړی لګښت یې همدغه څو شیخ مېشتي عرب هېوادونه پرې کړي. په عربي نړۍ کې سعودي تر ټولو ډېر دغو په ایرو کې دغه پټ اور ته ورپوف کوي او هیله یې دا ده چې د افغانستان، عراق، سوریې او لېبیا په څېر په سیمه کې د دوی پر پیاوړي تربور تهران د امریکا B52 بمونه ور خوشې کړي. ریاض په ټول منځني ختیځ کې د تهران له لاس‌وهنو کړېږي او له امریکا پرته د دغه فرقه‌یز طوفان مخنیوی ناشونی بولی.

امریکا د طالب  او صدام حسین د حکومت په څېر کټ مټ هماغسې ایران له ترهګري په ملاتړ تورنوي، خصوصاً د اسراییلو پر وړاندې د وسله‌والو عرب ډلو ملاتړورته د منلو نه دي. امریکايي سټراټېژیسټان لکه براین هوک چې د امریکا د بهرنیو چاو په وزارت کې د ایران د چارو مسوول دی خبرداری ورکوي چې که په منځني ختیځ کې ایران او یا د دوی ملاتړو شعیه ډلو د دوی په منافعو د برید هڅه وکړه، دوی به د ایران خوله او غاښونه ور مات کړي.

 هوک د داسې راپورونو د ور رسېدو ویلي چې ګنې ایران او ورسره تړلې ډلې یې په سیمه کې د دوی دملګرو د ګټو پر ضد د بریدونو پلان لري او که داسې څه پېښ شول د ده په خبره په سیمه کې مېشت امریکايي ځواک به ورته په پوره قوت ځواب ورکړي. دا ډول څرګندونې ښيي چې امریکا پر ایران برید ته ځان چمتو کوي او د ټرمپ پر شاوخوا را ټول سیاستوال او نظامیان یوې کوچنۍ بهانې ته په تمه دي چې ممکن ایران یې وکړي  او یا پر ایران ور تاوان شي.

تهران په افغانستان، عراق او سوریه کې د امریکا د بش ادارې له برکته د لاس‌وهنو زمینه برابره شوه او په ټوله سیمه کې یې د خپل نظامي او سیاسي اغېز چتر وغوړاو. د ۲۱مې پېړۍ په لومړیو ۳ کلونو کې یې دوه لوی دوښمنان پر شمالي پوله د طالبانو واکمني او پر لوېدیځه پوله د صدام حسین مظبوط دولت امریکایانو ختم کړ چې په دې سره په ټول منځني کې د ایراني اخوندانو د لاس‌وهنې لپاره لاسونه خلاص شول. سره له دې چې هغه مهال ډېر عرب شېخان د امریکا ډنګېدونکې ډول ته څڼې اچولې، خو ژر ور مالومه شوه چې د خپل زمري په وژنې پردیو ګیدړو څنګه دوی له پښو او ستوني را ونیول.

 له واکر بوش وروسته سپینې ماڼۍ ته د ور ننوتي واکمن په اړه به ایرانیانو شعار ورکاوو چې اوباماست. موخه یې دا وه چې اوباما له دوی سره دی نه له عربو سره. د هغه د ۸ کلنې واکمنۍ له برکته ایران د امریکا په ګډون د نړۍ له لويو قدرتونو سره اټومي تړون لاسلیک کړ چې د ایران وزرونه یې لا پسې وغوړول، خو د تېر کال په لومړیو کې ورته ټرمپ له خپله اړخه د پای ټکی کېښود او نن سبا یې له اورپا سره هم دوام ناشونی ښکاري. ایراني ولسمشر اروپایانو ته خبرداری ورکړ چې که په راتلونکو ۲ میاشتو کې یې د تړون له اړخه شړېدلې ګټې خوندي نه‌شې کړای له برجام تړونه بهر کېږي، خو د اروپايي وتلو هېوادونو ځواب د ایران د تمې خلاف توند او ردونکی و. په دې توګه ایران له امریکا وروسته د اروپايانو له درباره هم بې‌غمه شو او ټوله تکیه به یې پرماسکو وي چې د سوریې د بشار اسد په څېر به یې ورته پلوو غوړولی او د امریکا له زهرو د بچ کېدو په موخه به یې تهران هر ناز وړي.

امریکا کې د ولسمشر ټرمپ ملګري ډېر سیسټماټیک لګیا دي چې پر ایران له اقتصادي کړۍ وروسته سیاسي او امنیتي کمربند را تنګوي او د ایران پر ضد د یوې نړیوالې جبهې پر جوړولو لګیا دی چې ممکن څو میاشتې وروسته اروپايي هېوادونه هم ورسره ملګري او ایران په سیمه او نړۍ کې څنډې ته کړي. له کله چې پر جنګي الوتکو بار لویه امریکايي بېړۍ د ایران سمندري پولو ته رسېدلې او پر ایران یې دوربینونه ور سیخ کړي دي د ایراني اخوندانو خوب یې تښتولی او د صدام په هینداره کې خپل تصویر ویني. پر دې سربېره له لیرې فضا امریکا د ایران ورځني تصویرونه فلورېډا کې د امریکا د پوځ مرکزونو ته استوي چې نظامي خوځښتونه یې کنټرول شي. په خلیج کې د امریکايي نظامیانو د زیاتېدو موخه ایران ته د امریکا د دویمې څېرې ور ښوول دي چې تر برجام  وتلو وروسته د هرې ورځې په تېرېدو تورېږي. د امریکا موخه د ایران وارخطا کول او جګړې ته ور دننه کول دي.

ایراني اخوندان هم لکه طالبان د امریکا تخرګونو ته ګوتې ور ننباسي او د ټرمپ په څېر سیاستوالو د تخنولو ټوکې یې پیل کړې. سره له دې چې امریکایان له څلوېښتو کلونو راهیسې ایرانیانو ته غاښونه چیچي، خو په سیمه کې د را منځ ته شویو پرمختیاوو له برکته ایرانیانو ځانونه د امریکا له غضبه بچ ساتلي دي، خو اوس ښکاري چې وخت او حالات له تهران سره یاري نه کوي او یو ړنګ شوی نظام امریکايي او عربي طوفان ته د هرې ورځې په تېرېدو رنګ بایلي.

په افغانستان کې د امریکا لومړیتوب ولې بدل شو؟

May 22, 2019 29

ولسمشر محمد اشرف غني او حمدالله محب وتوانېدل چې په واشنګټن کې د ټرمپ د یارانو ډیزاین کړې لوبه د کابل پر محور را وڅرخوي.

ایران د جنگ پر پوله ولاړ دی

May 21, 2019 29

پوره ۱۶ کاله وروسته د امریکا غټې الوتک وړونکې پوځي بېړۍ چې د براهیم لینکولن په نوم یادېږي بیا په وسلو او جنګي الوتکو بار خلیج کې ځای پر ځای شوه.

ایران د جنگ پر پوله ولاړ دی

May 21, 2019 29

پوره ۱۶ کاله وروسته د امریکا غټې الوتک وړونکې پوځي بېړۍ چې د براهیم لینکولن په نوم یادېږي بیا په وسلو او جنګي الوتکو بار خلیج کې ځای پر ځای شوه. په دغه بېړۍ کې لسګونه جنګي [...]

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې