امارت له اوربنده ډارېږي؛ طالب جګړه‌مار د جګړې په بيا تودېدو کې ټکني کېږي

امارت له اوربنده ډارېږي؛ طالب جګړه‌مار د جګړې په بيا تودېدو کې ټکني کېږي
۱۶ ثور ۱۳۹۸ 241 0 نظر سرخط

که څه هم افغان حکومت او طالبانو تېر کال د کوچني اختر په لومړیو درې ورځو کې اوربند اعلان کړ او وروسته حکومت دا اوربند څو ورځې نور هم وغځاوه، خو وسله‌والو طالبانو پر لومړني هغه بسنه وکړه او د تېر په څېر یې د حکومت د اوربند پر مهال پر افغان ځواکونو او عامه ځایونو کې خپلو بریدونو او چاودنو ته دوام ورکړ.

هاغه مهال د افغانانو تر څنګ، یو شمېر هېوادونو هم د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د اوربند هرکلی وکړ، دولتي کارکوونکي او نور عام وګړي چې خپلو سیمو ته له تګه  محروم وو، خپلو کلیو ته لاړل او ګڼ‌شمېر طالب جنګیالي هم مخ پر ښارونو را وخوځېدل، له خلکو او امنیتي ځواکونو سره یې د روغبړ تر څنګ، سیلفیانې واخیستې، ایسکریم یې وخوړل او ښايي ځینو یې د لومړي ځل لپاره یا هم له کلونو وروسته د ښار له فضا، سړکونو، اوسېدونکیو او تماشې خوند اخیستی وي.

د طالبانو ډېرو جنګیالیو د اوربند پر مهال نه یوازې په خپل هېواد کې د ازادی احساس وکړ، بلکې د زړه ځینې غوټې یې هم را وسپړلې او په خپلو مرکو او خبرو کې یې په زغرده ویل چې له جګړې ستړي شوي او غواړي د خپلو وروڼو د شهیدانولو تر څنګ، د هغوی تر څنګ، ارام ژوند وکړي، هغه موضوع چې د دوی مشرانو وروسته اعلان وکړ چې د اوربند پر مهال له خپلو سرغړوونکیو جنګیالیو سره به د اوربند او د دې ډلې د حدودو ماتولو په اړه حساب او کتاب وکړي.

افغانانو په روژې میاشت کې له حکومت او طالبانو د اوربند غوښتنه وکړه او تمه یې وه چې لږ تر لږه به په ‌دې میاشت کې ارام ژوند وکړي، خو سره له دې چې حکومت د دوی د غوښتنې هرکلی وکړ، خو طالبانو بیا په‌دې میاشت کې د جګړې ثواب لا ډېر وباله او پر سختېدو یې ټینګار وکړ چې د امریکا په ګډون، نړیوالې ټولنې، ملګرو ملتونو او ناټو تړون د دوی دا پرېکړه وغندله او یو ځل بیا یې ترې وغوښتل چې اوربند ته حاضر شي.

بل خوا ولسمشر محمد اشرف غني هم د روژې په اړه په خپل پیغام کې یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی چې د خلکو غوښتنو او هیلو ته درناوی وکړي او د روژې په مبارکه میاشت کې اوربند ته غاړه کېږدي، خو د شنونکو په باور طالبان له تېر اوربنده ښه خاطره نه‌ لري او اسانه به د دې غوښتنې منلو ته حاضر نه‌شي.

د سیاسي چارو شنونکی محمدالله تړون وايي، ګڼ‌شمېر طالب جنګیالي چې تېر کال د اوربند پر مهال ښارونو ته را ښکته شول، د امنیتي ځواکونو او عامو خلکو چلند یې ولید، پر خپلې جګړې یې پښېماني وښوده او همدا لامل و چې په ډاګه یې له جګړې د ستړي کېدو نارې وهلې.

د هغه په وینا، دغو جنګیالیو که جګړې ته له ورستنېدو پرته بله داسې لار لرلای چې خپل سر او کورنۍ یې پکې خوندي پاتې شوی وای او په ارامه یې خپل ژوند ته دوام ورکړی وای، ښايي بېرته د جګړې لیکو ته نه وای ور ګرځېدلي او په ‌دې لړ کې ډېر شمېر داسې جنګیالي وو چې له هماغې ورځې یې وسله پرېښي یا هم لږ تر لږه به د تېر په څېر په اخلاص نه جنګېږي.

تړون زیاتوي، طالبان وېره لري که یو ځل بیا له افغان حکومت سره اوربند، هغه هم اوږدمهالي هغه ته چې د افغانانو او نړیوالې ټولنې غوښتنه ده، حاضر شي، ښايي په سنګر کې خپل هغه جنګیالي له لاسه ورکړي یا هم له جګړې زړه‌توري شي چې اوس د خپلو افغانانو پر وړاندې د روانې جګړې له نورو اړخونو نه‌ دې خبر او یوازې او یوازې د نورو د موخو او ګټو لپاره جګړه کوي.

په همدې حال کې مدني فعال نورالله بشردوست بیا وايي چې طالبان د اوربند او ورته نورو مهمو او لويو موضوعاتو په اړه په خپل سر پرېکړه نه‌شې کولای او تر هغې چې د دوی د بهرنیو ملاتړو، په تېره بيا د پاکستان خوښه او نه وي، هيڅ خپل‌سری اقدام نه‌شې کولای.

بشردوست له طالبانو غواړي چې په هېواد کې د روانې پردۍ جګړې د پای ته رسېدو او د سولې بریا لپاره د افغانانو دې غوښتنې ته لبیک ووايي او هڅه وکړي چې نور د هېوادوالو د وینې تویولو لپاره بهانې او لارې و نه لټوي.

دا په داسې حال کې ده چې د سولې مشورتي لویې جرګې چې د هېواد له ګوټ ګوټه پکې ۳۲۰۰ کسان راټول شوي وو، د تېرې جمعې په ورځ له پنځه ورځني بحث او سلا مشورو وروسته په یوه غږ پر حکومت او طالبانو غږ وکړ چې په روژې میاشت کې اوربند وکړي. ولسمشر غني د هغوی غوښتنې ته چمتووالی وښود او ټینګار یې وکړ چې دا اوربند باید دوه‌ اړخیز وي، خو وسله‌والو طالبانو پر هماغې ورځ د اوربند غوښتنه و نه منله او یو ځل بیا یې پر جګړې ټینګار وکړ.

 

 

 

 

 

ورک برخليک؛ د سولې په تمه ځان له ټاکنو ايستل په کار دي؟

Aug 06, 2019 29

که څه هم له تېرو شاوخوا نهو میاشتو راهیسې د افغان سولې په اړه د امریکا او طالبانو تر منځ مخامخ خبرې پیل شوې او اوس یې اتم پړاو خبرې هم په دوحه کې روانې دي، خو لا هم دواړې خواوې [...]

ټاکنې سړې دي؛ نوماندان د ډګر لوبولو پر ځای کور ناست دي

Aug 04, 2019 29

که څه هم نن د ولسمشري نوماندانو د ټاکنیزو سیالیو اتمه ورځ ده، خو لا هم د دغو سیالیو ډګر کم‌رنګه دی.

د ټاکنيزو منډو ترړو پيل؛ نوماندانو پر لومړۍ ورځ پر يو بل د ژبې پرهارونه جوړ کړل

Jul 29, 2019 29

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د مهالوېش له مخې پرون، د زمري میاشتې په شپږمه د ولسمشري نوماندانو ټاکنیزې سیالۍ پیل شوې او شپېته ورځې به دوام وکړي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې