حمید حسن په راتلونکي نړیوال جام کې لوبېږي

حمید حسن په راتلونکي نړیوال جام کې لوبېږي
۲ ثور ۱۳۹۸ 158 0 نظر سرخط

حمید حسن په راتلونکي نړیوال جام کې لوبېږي

د کرېکټ بورډ د غوراوي کمېټه وايي، د ۲۰۱۹ کال د یو ورځنیو لوبو نړیوال جام لپاره یې په ۱۵ کسیزه لوبډله کې د ملي لوبډلې تېز توپ اچوونکی حمید حسن هم غوره کړی دی.

د کرېکټ نړیوال جام سیالۍ د مې له ۳۰مې د جولای تر ۱۴مې پورې په بریټانیا کې کېږي.

په یاده پنځلس کسیزه لوبډله کې ګلبدین نایب لوبډلمشر، شهزاد محمدي ویکټ ساتونکی، نورعلي ځدران، حضرت‌الله ځاځی، رحمت‌شاه، اصغر افغان، حشمت‌الله شهیدي، نجیب‌الله ځدران، سمېع‌الله شینواری، محمدنبي، راشدخان ارمان، دولت ځدران، افتاب عالم او مجیب ځدران شامل دي او په احتیاطي لوبغاړیو کې بیا اکرام علي‌خېل، کریم جنت او سعید شېرزاد غوره شوي دي.

د غوراوي کمېټې مشر دولت‌خان احمدزی وايي، ټول لوبغاړي له شپږ میاشتني چمتووالي وروسته غوره شوي او یوازېنۍ موخه مو هم په نړیوال جام کې د ډېرو ښو لوبو کول دي.

د هغه په وینا، له نېکه مرغه د حمید حسن بیا راتګ یو ښه زېری دی، خو بیا هم په راتلونکیو تمریناتي لوبو کې د هغه فټنېس او پیاوړتیا ارزوو.

حميد حسن د افغانستان يو تر ټولو تېز توپ اچوونکی دی چې د انګلستان په کلپونو کې يې هم لوبې کړي او ستايل شوی دی.

افغان کرېکټ بورډ حمید حسن د ۲۰۱۰ کال غوره لوبغاړی بللی و او د ۲۰۱۱ کال د ۲۰ اوریزو او یو ورځنیو لوبو لپاره یې لوبډل‌مشر ټاکلی و. حمید حسن په ټولو ۳۵ شل اوريزو لوبو کې برخه اخېستې وه چې ۵۴ لوبغاړي يې سوځولي دي.

 

نن سه‌شنبه د افغان اتلانو او ایرلنډ دویمه لوبه ده

May 21, 2019 29

ټاکل شوې افغان اتلان د ایرلنډ کرېکټ ملي لوبدلې په وړاندې نن سه‌شبه د دویمې یو ورځنۍ نړیوالې لوبې د کولو لپاره ډګر ته ښکته شي.

افغان اتلان د جمعې په ورځ د پاکستان په وړاندې لوبېږي

May 19, 2019 29

له سکاټلنډ او ایرلنډ وروسته افغان اتلان د راتلونکې جمعې په ورځ د پاکستان کرېکټ ملي لوبډلې په وړاندې هم ډګر ته ښکته کېږي.

نن افغان اتلان د ایرلنډ په وړاندې ډګر ته ښکته کېږي

May 19, 2019 29

نن یک‌شنبه افغان اتلان د ایرلنډ په وړاندې د لومړۍ نړلوالې یو ورځنۍ لوبې په موخه په بېلفاسټ ښار کې ډګر ته ښکته کېږي

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې