د کرنې وزارت په غور کې ۵۰ هکټاره څرځایونه جوړوي

د کرنې وزارت په غور کې ۵۰ هکټاره څرځایونه جوړوي
۲۰ حمل ۱۳۹۸ 140 0 نظر سرخط

د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي وايي، په غور ولایت کې ۵۰ هکټاره څرځایونه جوړوي چې په‌دې برخه کې د غور د څرځایونو تخریب شوې سیمې هم رغول کېږي.

د نوموړي په خبره، ټاکل شوې چې په‌ دغو څرځایونو کې د څارويو لپاره رشقه وکرل شي.

هغه وايي، څرځایونه د مالدارانو لپاره ډېر ارزښت لري؛ ځکه د دوی د څارویو پر وزن او د ژوند په دوام یې مستقیم اغېز لري.

د کرنې وزارت دا خبره داسې مهال کوي چې تېر کال د هېواد په ډېرو ولایتونو کې د وچکالۍ له کبله د مالدارانو ډېر شمېر مالونه ضایع شول.

په کونړ کې د بوټو ساتنې لابراتوار ورغول شو

Apr 21, 2019 29

د کرنې او مالدارۍ وزارت له لوري د کونړ ولایت په مرکز اسعداباد ښار کې د ۱٫۹ میلیونه افغانیو په لګښت د بوټو ساتنې لابراتوار ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.

په کوز کونړ کې ۵۱۳ مالدارانو ته حيواني خوراکه ووېشل شوه

Apr 08, 2019 29

د ننګرهار ولايت په کوز کونړ ولسوالي کې د کرنې او مالدارۍ رياست مسوولانو له لوري ۵۱۳ مالدارانو ته حيواني خوراکه (کنجاړه) ووېشل شوه.

په هرات کې ۲۰۰ ښځې له پراختیایي پروژو برخمنې شوې

Mar 31, 2019 29

د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي وايي، په هرات ولایت کې ۲۰۰ کلیوالې ښځې د دغه وزارت له پراختیایي پروژو نه برخمنې شوې دي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې