د کندهار ملي راډيو د شريعت غږ په نوم خپرونې پيل کړې
۲۳ اسد ۱۴۰۰ 1141000 0 نظر سرخط ورځپاڼه

د کندهار ملي راډيو د شريعت غږ په نوم خپرونې پيل کړې

 

د طالبانو لاس ته د کندهار تر لوېدو يوه ورځ وروسته، نن د کندهار ملي راډيو ټلوېزيون نوم اړول شوی او د شريعت غږ په نامه يې خپرونې پيل کړې دي.

 

طالبانو په کندهار کې د ملي راډيو ټلوېزيون له کارکوونکيو او مشرانو سره خبرې کړې دي او هغوی ته يې خپل ځينې کسان ورمعرفي کړي چې خپرونې ورته پيل او ورسره وچلوي.

 

دوی وايي، د اوس لپاره به د کندهار ملي راډيو ټلوېزيون د طالبانو ترانې او مرکې خپروي، خو تر دې وروسته به بيا خپرونو ته پلان او کسان سموي.

اول ځان، بيا نور له کرونا وساتئ.

مخکېنی ولسمشر عربي متحده اماراتو ته تللی 

Aug 18, 2021 29

د عربي متحده اماراتو حکومت وايي،‌ د انساني خواخوږي په اساس يې ولسمشر محمد اشرف غني او د هغه کورنۍ ته اجازه ورکړې ده چې د دوی پر هېواد ور کښته شي. 

امريکا د مخکېني افغان حکومت نهه نيم مليارډه ډالر کنګل کړي

Aug 18, 2021 29

د امريکا متحده ايالاتو د مخکېني افغان حکومت نهه مليارډه او پنځه سوه ميليونه امريکايي ډالر کنکل کړي ‌دي. 

امريکا وايي، له ولسمشر غني څخه استعفا نه غواړي

Aug 13, 2021 29

وروسته له هغه چې داسې اوازې خپرې شوې چې ګواکې امريکا او بريټانيا له ولسمشر غني څخه غوښتي دي چې له واکه دې لاس واخلي او استعفا دې ورکړي، د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وايي، دا هسې [...]

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې