
د زابل محاصره؛ پنځوس نفره طالبان مړه او ټپيان
د زابل مرکز کلات ښار ته څېرمه سرتېرو تېره ورځ پنځوس تنه طالبان چې مشران يې هم پکې شامل ول، را ايسار کړي ول چې د ټولو په وژل کېدو او ټپي کېدو پای ته رسېدلې ده.
دغه طالبان د کلات ښار، په کلاچو سيمه کې په غونډه ناست ول چې محاصره شول او سوکه سوکه د محاصرې کړۍ پسې تنګه کړل شوه.
وروستي مالومات ښيي چې د سرتېرو په خال خال په نښه کولو کې، دېرش تنه طالبان وژل شوي او شل نور يې ژوبل دي.
په دې سربېره، سرتېرو ته د طالبانو پرېمانه موټرسايکل، سپکې او درنې وسلې او زيات نور جنګي مهمات هم لاس ته ورغلي دي.
وړمه ورځ هم د همدې ولايت په شاجوی ولسوالي کې هوايي ځواک د طالبانو يوه لويه غونډه په نښه کړې وه چې پکې يې د اوبو لګولو د وزير عبدالرحمان په ګډون تر دېرش زيات غټ طالبان وژلي شوي او همدومره نور ژوبل ول.
اول ځان، بيا نور له کرونا وساتئ.
0 نظرونه