ځوانانو په زابل کې پرېمانه طالبان را ايسار کړي
په زابل کې سرچينو سرخط ورځپاڼې ته ويلي دي چې افغان ځوانانو د دغه ولايت مرکز ته نږدې پرېمانه طالب اورپکي را ايسار کړي او له سهاره راهيسې يې محاصره کړي چې خال خال يې څو تنه پکې وژلي هم دي.
دغه طالبان کلات ښار ته نږدې په کلاچو سيمه کې راټول شوي ول چې سرتېري ورباندې خبر شوي او پسې ور وتلي دي.
په سيمه کې سرچينو سرخط ورځپاڼې ته ويلي دي چې طالبان يې داسې محاصره کړي چې د وتو هيڅ لاره نه لري، يا به ټول وژل کېږي، يا به ژوندي نيول کېږي.
دغې محاصرې ته له ځوانانو سره د ولايت والي او د لوا قوماندان هم تللي دي.
د سرچينو په خبره، تر اوسه پنځه پکې وژل شوي او اته مرګوني ژوبل دي او پاتې نور يې د وتو لار نه لري.
په دې سربېره، تر اوسه له محاصره طالبانو څخه یو لوکسل موټر، لس موټر سایکلونه، یو هاوان، یو 82 ملي متري توپ او ځينې نور مهمات نیول شوي دي.
پرون هم د همدې ولايت په شاجوی ولسوالي کې هوايي ځواک د طالبانو يوه لويه غونډه بمبار کړې وه چې پکې د طالبانو د اوبو لګولو د وزير په ګډون، تر دېرش ډېر ووژل شول او همدومره ژوبل ول.
په دې اړه نور جزيات وروسته خپرېږي.
اول ځان، بيا نور له کرونا وساتئ.
0 نظرونه