ملا برادر او ډلې يې چين ته د پخې ياري لاس ورکړی
د طالبانو د قطر د دفتر وياند ملا نعيم وايي، ملا برادر او ډلې يې په چين کې د هغه حکومت چارواکيو ته وعده ورکړې ده چې په افغانستان کې به داسې کار نه کوي چې د چين خلکو ته کوم تاوان ورڅخه ورسېږي، يا يې ژوند وګواښل شي.
ملا نعيم ويلي، له ملا برادر سره په ډله کې نهه تنه تللي او تر اوسه په چين کې دی.
ده ويلي، ملا برادر او ډلې يې لومړی د چين د بهرنيو چارو له وزير وانګ ای سره ليدلي دي او تر دې وروسته له ځينو نورو غټو چينايانو سره هم غوږ جنګوي.
هلته بيا چين ډاډ ورکړی دی چې افغانستان ته به د خير پر غونډۍ کښېني او چې څه کېدل، ځان به نه پکې ښکېلوي.
اول ځان، بيا نور له کرونا وساتئ.
0 نظرونه