ملګريملتونه وايي، طالبانو پرېمانه القاعده جګړمار له ځان سره ساتلي
ملګري ملتونه وايي، سره له دې چې طالب اورپکو له امريکا سره وعده کړې وه چې له القاعده شبکې سره به تار شکوي، خو وايي، دغې ډلې پرېمانه القاعده جګړهمار له ځان سره ساتلي او له امريکا سره يې بېوفايي کړې ده.
ملګرو ملتونو په خپل وروستي راپور کې ويلي دي چې له القاعده سره د طالبانو اړيکې تر پخوا هم، ډېرې ټينګې شوې دي.
د دغه راپور په اساس، لږ تر لږه د افغانستان په پنځلسو ولايتونو کې د القاعده جګړهمار ځای پر ځای شوي چې دا نه يوازې د افغانستان او امريکا لپاره، بلکې د درستې نړۍ لپاره لوی خطر دی او د دې خطر لامل طالبان دي.
په راپور کې ويل شوي چې په افغانستان کې د القاعده شبکې مشري د جبهة النصر د څانګې مشر شيخ محمود کوي او له طالبانو سره منظمې اړيکې ساتي.
طالبانو دوی د افغانستان په لېرې پرتو سيمو کې ساتلي او داسې ويل شوي دي چې له افغانستانه د امريکايانو تر وتو دستي وروسته يې، راباسي.
د ملګرو ملتونو د راپور پر اساس، د طالبانو دغه اوسني دوه مخيتوب ته په کتو سره ويلای شي چې که بهرني عسکر له افغانستانه ووځي، نړۍ ته چې بيا هر خطر پېښېږي، طالبان به د نړۍ پر ځای، د ترهګرو ملګري وي.
هغه ولايتونه چې طالبانو پکې د القاعده جګړهمار ځای پر ځای کړي، ننګرهار، بدخشان، نورستان، فارياب، پنجشېر، غزنی، پروان، کابل، تخار، کاپيسا، روزګان، کونړ، زابل او لغمان ښوول شوي دي.
په راپور کې ويل شوي دي چې القاعده شبکې له افغانستان څخه د امريکايي سرتېرو تر وتو او دوی ته د طالبانو له بيا لاس ورکولو وروسته، اوس يو ځل د امريکا په ګډون، د نړۍ پر بېلابېلو هېوادونو د خونړيو بريدونو تابيا نيولې ده.
اول ځان، بيا نور له کرونا وساتئ.
0 نظرونه