د امريکايي ځواکونو قوماندان؛ طالبانو ته يې حوصله ختمه شوې، سم يې بمباروي
د امریکایي ځواکونو د مرکزي قوماندانۍ او په افغانستان کې د امريکايي سرتېرو قوماندان جنرال میکنزی وایي، طالبانو ته يې نوره حوصله ختمه شوې ده او پرېکړه شوې ده چې سم يې بمبار کړي.
دی وايي، له افغان ځواکونو څخه د دفاع په موخه تر دې وروسته هوایي بریدونه زیاتوي.
ميکنزي وايي، په دې وروستیو کې يې د افغانستان په بېلابېلو سیمو او په ځانګړې توګه په کندهار کې د افغان ځواکونو په ملاتړ پر وسلهوالو طالبانو هوایي بریدونه کړي دي.
دی وايي، تر دې وروسته به دا هوایي بریدونه نور هم ډېروي.
د ده په خبره، دوی اوس هم له افغان ځواکونو سره لوجسټیکي او مالي مرستې کوي او تر اګسټ وروسته به هم دې مرستو او همکاریو ته ادامه ورکوي.
ميکنزي وايي چې دوی به په ځانګړې توګه له افغان هوایي ځواک سره ډېره مرسته کوي.
اول ځان، بيا نور له کرونا وساتئ.
0 نظرونه