پاکستان وايي، افغان سفير لاړ، دوی د سلسلې کيسه نه شي څېړلای
د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي وايي، له اسلام اباد څخه د افغان سفير د لور د تښتول کېدو کيسې ته نږدې شوي، خو افغان حکومت په حساس وخت کې خپل سفير له پاکستانه و ايست او اوس چې هغه وتلی، دوی نه شي کولای پايلې ته ورسېږي.
قريشي نن په يوه مطبوعاتي ناسته کې وويل، د افغانستان د بهرنيو چارو وزير حنيف اتمر ته يې زنګ وهلی او ورته ويلي يې دي چې سفير دې بېرته راولېږي.
دی وايي، اتمر ته يې وويل چې د سفير د ساتنې مسووليت مني او بېرته دې يې پاکستان ته ولېږي چې دوی ورڅخه پوښتنې ګروېږنې وکړي.
د ده په خبره، د سلسلې د تښتولو په کيسه کې يې درې سوه کامرې کتلې، تر اووه سوه ساعته زياتې وېډيوګانې يې کتلې، له دوه سوه او شلو تنو يې پوښتنې کړې دي او درې نيم سوه تنو ته يې وظيفه سپارلې چې دغه کيسه وڅېړي.
قريشي وايي، بيا هم ټينګار کوي چې افغان سفير دې بېرته پاکستان ته ولېږل شي.
دی وايي، په کابل کې د پاکستان سفير هم اسلام اباد ته ورغوښتل شوی دی، ځکه يو خو په افغانستان کې افغانان احساساتيان شوي او دوی پر سفير وېرېدل او بل به ورسره د دغې موضوع او د افغانستان د حالاتو په اړه مشورې وکړي.
اول ځان، بيا نور له کرونا وساتئ.
0 نظرونه