يو چا له اسلاماباده د افغان سفير لور تښتولې
سرخط ورځپاڼې ته سرچينو ويلي دي چې ځينو کسانو د پاکستان په پلازمېنه اسلاماباد کې د افغانستان د سفير نجيب الله عليخېل لور سلسله عليخېل تښتولې ده.
سلسله عليخېل کور ته روانه وه چې له لارې تښتول شوې او وروسته شنکجې ورکول شوې دي.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي دي چې په دغه پېښه خواشيني دي او له پاکستان څخه يې غوښتنه کړې ده چې پلټنه يې وکړي.
څو کاله وړاندې په اسلاماباد کې د افغانستان د هغه وخت سفير عبدالخالق فراهي هم تښتول شوی و چې ډېره موده يې له تښتوونکيو سره تېره کړه.
تر هغه وړاندې پاکستان په اسلاماباد کې د طالبانو د رژيم سفير ملا سلام ضعيف هم نيولی، تړلی او لوڅ لغړ پر امريکايانو پلورلی و.
اول ځان، بيا نور له کرونا وساتئ.
0 نظرونه