ولسمشر ته د دايکندي وکيلان؛ تر مراد علي مراد نه يوو تېر، را ويې لېږئ
په ولسي جرګه کې د دايکندي د خلکو استازيو ولسمشر ته په يوه ليک کې چې يوه کاپي يې سرخط ورځپاڼې ته په لاس ورغلې، ويلي دي چې د والي په توګه تر مراد علي مراد نه ترېږي او بايد بېرته دغه کس دايکندي ته د والي په توګه ولېږل شي.
په دغه ليک کې ويل شوي دي، باميان او دايکندي ولايتونو ته د نويو واليانو ټاکل د ولسمشر ډېره پر ځای پرېکړه وه چې د دواړو ولايتونو خلکو ستايلې ده، خو نيمه عملي شوه.
وکيلانو ويلي، د باميان والي دنده پيل کړې او ټول ولايت ورڅخه خوشاله دی، خو د دايکندي والي پرې نه ښوول شو او دا کار د دې لامل شو چې د دغه ولايت خلک ناخوښه او ناارامه شول.
وکيلانو له ولسمشر څخه غوښتي دي چې د دايکندي اوسني حساس وضعيت او د خپل حکم د عظمت ساتلو په پار دې مراد علي مراد بېرته دايکندي ته ولېږي چې هم خلک خوشحاله شي، هم چارې پر لاړې شي.
مراد علي مراد څو ورځې وړاندې د دايکندي د نوي والي په توګه وټاکل شو، خو د محمد محقق ناخوښي د دې لامل شوه چې له نيمې لارې يې الوتکه را وګرځول شوه.
اول ځان، بيا نور له کرونا وساتئ.
0 نظرونه