د قطر طالبانو ګيله کړې، پاکستان ننګ نه دی ورته کړی
۲۵ سرطان ۱۴۰۰ 234307 0 نظر سرخط ورځپاڼه

د قطر طالبانو ګيله کړې، پاکستان ننګ نه دی ورته کړی

 

په قطر کې د طالبانو سياسي دفتر ګيله کړې ده چې په پاکستان کې د افغانستان د سولې په اړه غونډه جوړېږي، خو دوی خفه دې چې چا نه دي ورته ويلي چې ور دې شي.

 

سهيل شاهين د انګلستان رسنيو ته ويلي دي، له رسنيو خبر شوي چې پاکستان ځينې افغان سياسيون اسلام اباد ته ور غوښتي دي، خو دوی نه دي وربلل شوي.

 

شاهين دغه څرګندونې وروسته له هغه کړې چې افغانستان پاکستان ته د افغان سياسيونو سفرونه تر نامالومې نيټې بند کړل.

 

تېره ورځ د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند زاهد حفيظ چودري وويل، لا هم د پاکستان تمه نه ده ختلې او دغه کنفرانس جوړېدو ته تابيا لري.

 

ده وويل، رښتيا هم دغه کنفرانس ته طالبان نه دي وربلل شوي، خو وايي، د هغوی چندان اړتيا هم نه شته.

چودري وايي، له طالبانو سره مو له نږدې ډېرې خبرې کړې او نور څه نه دي پاتې چې دوی دې هم را وغوښتل شي او خبرې دې ورسره وشي.

 

اول ځان، بيا نور له کرونا وساتئ.

مخکېنی ولسمشر عربي متحده اماراتو ته تللی 

Aug 18, 2021 29

د عربي متحده اماراتو حکومت وايي،‌ د انساني خواخوږي په اساس يې ولسمشر محمد اشرف غني او د هغه کورنۍ ته اجازه ورکړې ده چې د دوی پر هېواد ور کښته شي. 

امريکا د مخکېني افغان حکومت نهه نيم مليارډه ډالر کنګل کړي

Aug 18, 2021 29

د امريکا متحده ايالاتو د مخکېني افغان حکومت نهه مليارډه او پنځه سوه ميليونه امريکايي ډالر کنکل کړي ‌دي. 

د کندهار ملي راډيو د شريعت غږ په نوم خپرونې پيل کړې

Aug 14, 2021 29

د طالبانو لاس ته د کندهار تر لوېدو يوه ورځ وروسته، نن د کندهار ملي راډيو ټلوېزيون نوم اړول شوی او د شريعت غږ په نامه يې خپرونې پيل کړې دي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې