د هوايي ځواک لپاره ۷ نوې الوتکې را ورسېدې
۲۵ سرطان ۱۴۰۰ 205181 0 نظر سرخط ورځپاڼه

د هوايي ځواک لپاره ۷ نوې الوتکې را ورسېدې

 

د افغانستان ملي دفاع وزارت وايي، افغان هوايي ځواک ته د امريکا له ورکول شويو الوتکو څخه اووه يې کابل ته رارسېدلې دي.

 

ټاکل شوې ده چې دغه الوتکې به په ځانګړو مراسمو کې افغان هوايي ځواک ته وسپارل شي او بيا به يې په طالبانو پسې خوشې کړي.

 

امريکا له افغانستان سره د پنځه څلوېښتو څرخي او اووه اې۲۹ جنګي الوتکو وعده کړې چې ژر به يې پاتې هم افغانستان ته را ورسېږي.

اول ځان، بيا نور له کرونا وساتئ.

مخکېنی ولسمشر عربي متحده اماراتو ته تللی 

Aug 18, 2021 29

د عربي متحده اماراتو حکومت وايي،‌ د انساني خواخوږي په اساس يې ولسمشر محمد اشرف غني او د هغه کورنۍ ته اجازه ورکړې ده چې د دوی پر هېواد ور کښته شي. 

امريکا د مخکېني افغان حکومت نهه نيم مليارډه ډالر کنګل کړي

Aug 18, 2021 29

د امريکا متحده ايالاتو د مخکېني افغان حکومت نهه مليارډه او پنځه سوه ميليونه امريکايي ډالر کنکل کړي ‌دي. 

د کندهار ملي راډيو د شريعت غږ په نوم خپرونې پيل کړې

Aug 14, 2021 29

د طالبانو لاس ته د کندهار تر لوېدو يوه ورځ وروسته، نن د کندهار ملي راډيو ټلوېزيون نوم اړول شوی او د شريعت غږ په نامه يې خپرونې پيل کړې دي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې