طالبانو په سپين بولدک کې يو هندی خبريال وژلی
طالب اورپکو د کندهار په سپين بولدک کې هغه هندی خبريال وژلی چې سيمې ته د عکاسي لپاره تللی و.
سرخط ورځپاڼې ته د رسېدليو مالوماتو په اساس، دغه هندی خبريال دانش صديقي نومېده او له رويټرز خبري اژانس سره يې کار کاوه.
له ده سره د سليم کرزي په نامه افغان ساتونکی هم و چې يو ځای ورسره ويشتل شوی دی.
سرخط ورځپاڼې ته له سپين بولدک څخه سرچينو ويلي دي چې هلته له طالبانو سره سلونه پاکستاني پوځيان او د پاکستاني پوځ مشران ګډ ګرځي.
سرچينې وايي، طالبانو ته د پاکستاني پوځ په موټرو کې پرېمانه وسلې او خواړه هم راځي او له همدې امله طالبان نه غواړي رسنۍ يې عکسونه واخلي، يا له پاکستانيانو سره د دوی د ملګرتيا راپورونه خپاره کړي.
دوی وايي، په همدې خاطر طالبانو دغه خبريال وژلی دی.
ځينې خو وايي، دانش صديقي طالبانو نه، بلکې په سپين بولدک کې د پاکستان پوځ وژلی دی.
اول ځان، بيا نور له کرونا وساتئ.
0 نظرونه