حکومت پاکستان ته په تېښته امنيتي چارواکي نيولي
د ولسمشر لومړی مرستيال امرالله صالح وايي، يو شمېر هغه افغان نظامي چارواکي يې لاس تړلي نيولي دي چې له طالبانو سره يې لار يوه کړې او ورته تسليم شوي ول.
دی وايي، دغو نظامي کسانو له طالبانو سره ګوتې پټې کړې وې، له جګړې پرته يې سيمې ورته خوشې کړې وې او طالبانو بيا د راهداري لاسليک شوي خطونه په لاس ورکړي ول چې پاکستان ته لاړ او پاکستانيان بيا هلته څه ورته و نه وايي.
دغه کسان تر ډېورنډ کرښه تر اوښتو مخکې نيول شوي او کوم ناڅرګند ځای ته وړل شوي دي.
امر الله صالح وايي، د دوی د برخليک په اړه به په راتلونکيو ورځو کې ملت ته حال ووايي.
تر اوسه مالومه هم نه ده چې دغه کسان څوک دي او په کومه سيمه کې يې له طالبانو سره ګوتې پټې کړې وې.
اول ځان، بيا نور له کرونا وساتئ.
0 نظرونه