مراد علي يې له نيمې لارې را ګرځولی، تر ولايت غټه څوکۍ يې ورکړې
مراد علي مراد چې تازه د دايکندي د والي په توګه ټاکل شوی و او نن دايکندي ته روان و چې پر څوکۍ کښېني، خو الوتکه يې د دايکندي له اسمانه را ګرځېدلې او خبر ورکول شوی دی چې تر ولايت پر غټه څوکۍ يې ګمارلی دی.
دغه الوتکه باميانو ته تللې او هلته کښېنستې ده.
ځينو سرچينو سرخط ورځپاڼې ته ويلي دي چې ولسمشر د دايکندي د والي په توګه د مراد علي مراد تر ټاکل کېدو وروسته بېرته په خپله پرېکړه پښېمانه شوی او ويلي دي چې دا سړی د غټ ځای لايق دی.
د سرچينو په خبره، مراد يې اوس د ملي دفاع وزارت لومړی مرستيال ټاکلی دی.
مراد څه موده وړاندې د نظام پر ضد له علي پور سره لاس يو کړی او علي پور د همدې ملي دفاع وزارت الوتکه ويشتې وه چې څو پيلوټان پکې په اور کباب شول.
اول ځان، بيا نور له کرونا وساتئ.
0 نظرونه