په کابل کې چاودنې ۹ تنه شهيدان او ژوبل کړل
نن غرمه د کابل د اولې ناحيې په چوک سيمه کې چاودنه شوې چې له امله يې څلور عام افغانان شهيدان او پنځه نور ژوبل شوي دي.
د کابل د پوليسو وياند فردوس فرامرز وايي، دغه چاودنه په ميوند جاده کې شوې ده.
دی وايي، تر اوسه د چاودنې نوعيت نه دی مالوم شوی چې چا، څنګه کړې ده.
تر اوسه د چاودنې مسووليت هم چا نه دی منلی.
اول ځان، بيا نور له کرونا وساتئ.
0 نظرونه