هند له کندهاره خپل ډيپلوماټان ايستلي
د هند حکومت وايي، په کندهار کې يې د ناامنيو تر زياتېدو وروسته له دغه ولايت څخه خپل ډيپلوماټان ايستلي دي چې څوک تاوان ورته و نه رسوي.
د هند د بهرنيو چارو وزارت وياند اريندم باغچي وايي، کندهار ښار ته د جنګ تر رارسېدو وروسته يې دا پرېکړه کړې چې په موقته توګه خپل ډيپلوماټان له هغه ځايه وباسي.
دی وايي، په کندهار کې د هند د کونسلګري چارې اوس ځايي کارکوونکي پر مخ وړي.
د ده په خبره، د هند حکومت د افغانستان حالات دقيق څاري او په خورا احتياط پرېکړې کوي.
تر دې وړاندې د هند د بهرنيو چار وزير ايس جې شنکر هم ويلي و چې هڅې کوي، په افغانستان کې اوښتی حالت، بېرته عادي کړي.
هلته بيا چين هم له افغانستان څخه خپل دوه سوه او لس تنه ايستلي او ووهان سيمې ته يې لېږدولي دي.
اول ځان، بيا نور له کرونا وساتئ.
0 نظرونه