د غزني ښار ۵مه حوزه او کمربندي پوستې يو په بل پسې سقوط شوې
۱۹ سرطان ۱۴۰۰ 181920 0 نظر سرخط ورځپاڼه

د غزني ښار ۵مه حوزه او کمربندي پوستې يو په بل پسې سقوط شوې

 

د غزني اوسېدونکي وايي، له بېلابېلو خواوو طالب اورپکو پر دغه ښار بريدونه پيل کړي او د ښار پنځمې حوزې، يو په بل پسې د کمربندي پوستو تر سقوط وروسته، سقوط کړی دی.

 

دوی وايي، د ښار امينيتي کمربند مات شوی او بېلابېلې پوستې پرته له دې چې جګړه وکړي، لاس پورته کوي.

 

سرخط ورځپاڼې ته په غزني ښار کې د هغه ځای اوسېدونکيو ويلي دي چې طالبانو په يوه وخت پر امير محمد خان کلا، حيدراباد پول، نو اباد، ځنګل باغ او ګنج سيمو باندې بريدونه کړي دي چې تر اوسه روان دي.

 

د سيمې اوسېدونکي وايي، طالبان د هاوان مرمۍ هم پر ښار اوروي چې پر بېلابېلو ځايو يې را پرېوځي.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر د حکومت د رهبري له يوې لويې برخې چارواکيو سره د خوست په سفر تللی او هلته هوايي ډګر پرانېزي.

اول ځان، بيا نور له کرونا وساتئ.

مخکېنی ولسمشر عربي متحده اماراتو ته تللی 

Aug 18, 2021 29

د عربي متحده اماراتو حکومت وايي،‌ د انساني خواخوږي په اساس يې ولسمشر محمد اشرف غني او د هغه کورنۍ ته اجازه ورکړې ده چې د دوی پر هېواد ور کښته شي. 

امريکا د مخکېني افغان حکومت نهه نيم مليارډه ډالر کنګل کړي

Aug 18, 2021 29

د امريکا متحده ايالاتو د مخکېني افغان حکومت نهه مليارډه او پنځه سوه ميليونه امريکايي ډالر کنکل کړي ‌دي. 

د کندهار ملي راډيو د شريعت غږ په نوم خپرونې پيل کړې

Aug 14, 2021 29

د طالبانو لاس ته د کندهار تر لوېدو يوه ورځ وروسته، نن د کندهار ملي راډيو ټلوېزيون نوم اړول شوی او د شريعت غږ په نامه يې خپرونې پيل کړې دي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې