دفاع وزارت؛ له پرون راهيسې ۲۴۴ طالبان وژل شوي دي
د افغانستان ملي دفاع وزارت وايي، له پرون راهيسې يې د هېواد په بېلابېلو برخو کې دوه سوه او څلور څلوېښت طالبان وژلي او يو سل او يو څلوېښت نور يې ژوبل کړي دي.
له ملي دفاع وزارت څخه سرخط ورځپاڼې ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې دغه عمليات ګډو افغان سرتېرو په ګډه کړي دي.
دغه عمليات په لغمان، پکتیکا، کندهار، زابل، بادغیس، فراه، هلمند او کاپیسا ولایتونو کې شوي او نن هم روان دي.
په عملياتو کې د طالبانو نهه ماينونه هم له کاره ايستل شوي او په دې سربېره، پرېمانه وسلې، توپک او موټرسايکلونه ورڅخه سرتېرو ته پاتې شوي دي.
اول ځان، بيا نور له کرونا وساتئ.
0 نظرونه