ډاکټر محب له خپل روسي سيال سره غږېدلی
د افغانستان ملي امنيت شورا وايي، د افغانستان د ملي امنيت سلاکار ډاکټر حمدالله محب په مسکو کې نن د دغه هېواد د ملي امنيت له سلاکار نيکولای پاتروشيف سره وکتل.
له امنيت شورا څخه سرخط ورځپاڼې ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې د ملي امنيت دواړو سلاکارانو د سولې او امنيت د تامين، د ټروريزم او نشهيي توکيو پر ضد د مبارزې او د دواړو دولتونو د وزارتونو تر منځ د مشورو د زياتېدو په هکله خبرې اترې وکړې.
دواړو لوريو ويلي دي چې د افغانستان په شمال کې د ناامنيو پراختيا د افغانستان، روسيې او منځنۍ اسيا د هېوادونو ګټې ګواښلای شي.
د افغانستان او روسيې د ملي امنيت سلاکارانو د بېړني اوربند او مذاکراتو پر اړتيا، د جنګ پر ختمولو او خپلواک، حاکم او بسيا افغانستان ټينګار کړی.
امنيت شورا وايي، په دې ناسته کې دواړو لوريو په سيمه کې د مشترکو امنيتي موخو د ملاتړ او پياوړتيا لپاره ګډه لېوالتيا څرګنده کړه.
اول ځان، بيا نور له کرونا وساتئ.
0 نظرونه