مېلر؛ که طالبان جنګ ته دوام ورکوي، بمبار ورباندې کوم
په افغانستان کې د بهرنيو سرتېرو قوماندان جنرال سکاټ مېلر وايي، که طالبان خپلو بريدونو او د ولسواليو ناارامه کولو ته همداسې دوام ورکړي، طيارې پورته کوي او پر طالبانو بمبار کوي.
ده دغه څرګندونې په دې وروستيو کې د طالبانو د جګړو د زياتېدو په غبرګون کې کړې دي.
مېلر طالبانو ته په خطاب کې ويلي دي چې جګړه ودروي او نور دوام ور نه کړي.
دی وايي، نه غواړم بمبار درباندې وکړم، خو که جنګ ته دوام ورکړئ، مجبوره يم درباندې ويې کړم.
مېلر وايي، طالبان دې په دې نه خوشحاله کېږي چې بهرني سرتېري وځي، که سرتېري وځي که نه، دی پر طالبانو د بمبار واک لري.
ټاکل شوې وه چې د سپټمبر تر يوولسمې پورې په افغانستان کې شته، ټول بهرني پوځيان دغه وطن تر شا پرېږدي.
څو ورځې وړاندې ځينو امريکايي لوړپوړو چارواکيو رسنيو ته وويل چې که سرتېري و هم وځي، امريکا د زرو په شاوخوا کې خپل عسکر په افغانستان کې پرېږدي.
اول ځان، بيا نور له کرونا وساتئ.
0 نظرونه