له پرون راهيسې، څلور کم، څلور سوه طالبان وژل شوي او ژوبل دي
د افغانستان ملي دفاع وزارت وايي، د هېواد په څوارلسو ولايتونو کې يې له پرون راهيسې د طالبانو د ځپلو عمليات کړي چې پکې يې درې سوه او پنځه دېرش طالبان وژلي او يو سل او يو شپېته نور يې ژوبل کړي دي.
له ملي دفاع وزارت څخه سرخط ورځپاڼې ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې دغه عمليات او جګړې له پرون راهيسې په ننگرهار، لغمان، نورستان، کنړ، غزني، کندهار، زابل، بلخ، فاریاب، هلمند، بغلان، بدخشان، کندوز او کاپیسا ولايتونو کې شوي دي.
په خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې په روانو عملياتو کې نولس ځايه د طالبانو له خوا خښ کړل شوي بېلابېل ډول ماينونه هم موندل شوي او له کاره ايستل شوي دي.
هلته بيا له طالبانو څخه د لاندې شويو ولسواليو د پاکولو خبر هم ورکول شوی او تازه د پروان شينواري او د فارياب پښتونکوټ ولسوالۍ له طالبانو پاکې شوې دي.
اول ځان، بيا نور له کرونا وساتئ.
0 نظرونه