د مامتي ورور هم د برق دښمن و، له دريو نورو سره نيول شوی
د پروان امنيتي چارواکي وايي، درې تنه يې د برېښنا د ستنو د چپه کولو په تور نيولي دي چې مشري يې د پخواني پايهپران مامتي ورور کوله.
د پروان امنيه قوماندان عبدالرووف روزګانی وايي، دغو کسانو د برېښنا ستنو ته بمونه ايښوول او چپه کولې به يې.
دی وايي، نيول شوي کسان له دوی سره دي او اوس پوښتنې ورڅخه کوي چې په پروان کې نور څوک ول چې ستنې يې نړولې.
تر دې وړاندې پوليسو د مامتې په نامه يو بل کس هم نيولی و چې همدا کار يې کاوه.
نن په پغمان کې د برېښنا دوه ستنې چپه کړل شوې او په سالنګ کې بيا پرون يوه ستن چپه کړل شوې وه.
اول ځان، بيا نور له کرونا وساتئ.
0 نظرونه