د کابل برېښنا وصل شو، بېرته پرې شوه
له تېرو دريو ورځو راهيسې پر کابل او څو ولايتونو برېښنا له دې امله پارچاوه وه چې په سالنګ کې يې ستنې بيارغول کېدې، خو نن ماښام تر وصل کېدو لږ وروسته بله ستن په بم چپه شوې ده.
د پروان حوزې د برېښنا رييس روح الله ساجد وايي، په سالنګ کې د دوو الوځول شويو ستنو تر پورته کېدو وروسته، نن ماخوستن په سالنګ ولسوالي کې بله ستن چپه کړل شوې ده.
دی وايي، دغه وروستۍ چاودنه د سالنګ په رباط سيمه کې د برق پر يوه پايه شوې چې له امله يې پر کابل او څو نورو ولايتونو د برېښنا لړۍ غوڅه شوې.
اول ځان، بيا نور له کرونا وساتئ.
0 نظرونه